Language

د لسو وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکړل شو

ګردېز (پژواک ۲۹ لړم ۹۰): دولت وايي چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې لس وسله وال طالبان نيول شوي دي؛ خو د سيمې خلک نيول شوي کسان عام خلک بولي.

 د پکتيا ولايت د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ وياند سعد ګل هوتک د لړم په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو د زرمت ولسوالۍ په مموزيو سيمه کې عمليات کړي او په ترڅ کې يې لس طالبان له وسلو سره نيولي دي.

  هغه وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعته عملياتو کې دوى ۲ کلاشينکوفونه، دوه دوربينونه، دوه د عکاسۍ کمرې او يوه بوجۍ مهم کاغذي اسناد نيولي دي.

 خو د سيمې خلک ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې بې ګناه خلک نيول شوي او له کورونو يې پخواني چره ييز ټوپک له ځان سره وړي دي.

 د زرمت ولسوالۍ د مموزيو اوسېدونکي او قومي مشر حاجي ګلاب شاه د لړم په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دا څو ورځې پرله پسې په کليو کې عمليات کېږي او د خلکو موټر سوځول شوي او کورونه يي لوټ شوي دي.

 ګلاب شاه وويل: ((په سيمه کې هېڅ طالب نه شته، بهرنيانو او داخلي عسکرو د ښځو صندوقونه مات کړي او پيسې يې ترې وړې دي.))

 دی دا هم وايي، چې د خلکو دا ځورونه ښايي خلک نور هم د دولت پر ضد پاڅوي.

 د نوموړي په خبره، له دې وروسته قومونه راغونډېږي او د ځان لپاره به يوه لار غوره کوي.

  خو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ وياند سعدګل هوتک د ا څرګندونې ردوي او وايي، چې دا خبرې په دې خاطر کېږي چې د افغان اردو ځواکونه نوم بدي کړي.

  د زرمت د مموزيو اوسېدونکي وايي، چې هلته له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهيسې په پرله پسې ډول د ګډو ځواکونو له خوا عمليات کېږي.