ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو قومي مشرانو، په  د ولايتونو کې يې د بيارغونې بهير غوښتنه کوى

د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو قومي مشرانو، په د ولايتونو کې يې د بيارغونې بهير غوښتنه کوى

author avatar
24 Nov 2011 - 19:15
د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو قومي مشرانو، په  د ولايتونو کې يې د بيارغونې بهير غوښتنه کوى
author avatar
24 Nov 2011 - 19:15

کابل (پژواک ٣ لېندۍ ٩٠) د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو قومي مشرانو له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په ولايتونو کې يې د بيارغونې بهير ګړندۍ کړي.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه نن د (لېندۍ ٣) پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو ولايتونو له قومي مشرانو ولسمشر کرزي نن له غرمې وروسته په ارګ کې وليدل.

د خبرپاڼه په حواله، په دې ليدنه کې د دغو ولايتونو قومي مشرانو، د ولايتي شوراګانو او د دوديزې لويې جرګې استازو هم ګډون کړى و.

د سرچينې په وينا، د کندهار قومي مشرانو، په ښار کې د څښلو د اوبو د ستونزو د لېرې کولو، له ښار نه تر هوايي ډګر پورې د سړک د دوه طرفه کولو، د خاکرېز د سړک د کار د ګړندي کولو او د میرویس روغتون تر څنګ د یوه بل روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

همدا راز د کندهار استازو په ښار کې د جامع عمر د جومات د کار د ګړندي کولو، په دغه ښار کې د زراعت د پوهنتون د تاسیس او په شورابک، ارغسان او بولدک ولسوالیو کې د اوبو د بندونو جوړول وغوښتل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د زابل ولایت مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې په د دوى په ولایت کې دې خلکو ته د کارموندنې، بندونو د جوړولو او ښوونې په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

د ارزګان مشرانو د امنیت د تامین او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د نوموړي ولایت له ادارو څخه خوښي څرګنده کړه او په نظامي تشکیلاتو کې د زیاتوالي غوښتونکي شول.

سرچينه وايي، ولسمشر حامد کرزي د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د نورو له احتیاج څخه د خلاصون، په ځان باندې د بسیا کېدنې او عزت لاره دا ده چې پر خپلو اولادونو تعليم وکړو. 

همداراز نوموړي وویل، چې د کندهار والي توریالي ویسا ته یې دنده سپارلې، تر څو د هندوستان د حکومت په مرسته په دغه ولایت کې د زراعت د پوهنتون د تاسیس د کارونو بهیر وڅاري او په دې برخه کې دې جدي اقدامات تر سره کړي.

حامد کرزي په کندهار کې د جامع جومات د کار او دغه راز په نورو يادو ولایتونو کې د بیارغونې د بهیر د چټکوالي په اړه د نوموړو ولایتونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخو کې به اړین اقدامات تر سره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.