فيض اباد (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د بدخشان د ملي امنيت رياست د دې ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مسوولين او له بهارک ولسوالۍ څخه يې يو انسان تښتوونکى نيولى دى.
د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، نن (د ليندۍ ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ادارې موظفينو، تېر ماښام د طالبانو له خوا نومول شوى د ارګو ولسوال مولوي فيض الله او د دې ډلې نظامي مسوول قاري عبدالله، په ياده شوې ولسوالۍ کې نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو شويو کسانو څخه يې دوه ار پي جي راکټونه، ٤ کلاشينکوفونه، يو ٣٠٣ بر ټوپک او يو مخابره ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړه، چې د دې ادارې موظفينو د يو بل عملياتو په ترڅ کې د بدخشان ولايت د بهارک ولسوالى اوسېدونکى اسلام الدين، چې ٦ ورځې وړاندې يې د تخار ولايت اوسېدونکى معراج او د کندوز ولايت اوسېدونکى عبداللطيف يې تښتولي وو، ونيوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تراوسه د انسان تښتوونکي موخه د هغه له دې کړنې څخه نه ده څرګنده شوې؛ دوه تښتول شوي کسان يې د شپې مهال د کور په تشناب او د ورځې له خوا په کوټه کې ساتل.
نوموړي زياته کړه، چې تښتول شوي کسان خوشې شول او تورن تر څېړنو لاندې دى.
په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مسوول کسان په داسې حال کې نيول شوي دي، چې د بدخشان ولايت ملي امنيت رياست د تېرې مياشتې په ٧مه، د دې ولايت له مرکز څخه د ملا عبدالله په نوم د طالبانو يو سرګروپ نيولى و.
د بدخشان د ملي امنيت د يوې سرچينې په وينا، د يفتل ولسوالۍ اوسېدونکى ملا عبدالله د دې ولايت پر يو شمېر مسوولينو د ترهګريزو بريدونو د طرحه کولو په موخه فيض اباد ته راغلى و، چې ونيول شو.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP