ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو دوه مسوولين او يو انسان تښتوونکى ونيول شول

د طالبانو دوه مسوولين او يو انسان تښتوونکى ونيول شول

author avatar
3 Dec 2011 - 17:32
د طالبانو دوه مسوولين او يو انسان تښتوونکى ونيول شول
author avatar
3 Dec 2011 - 17:32

فيض اباد (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د بدخشان د ملي امنيت رياست د دې ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مسوولين او له بهارک ولسوالۍ څخه يې يو انسان تښتوونکى نيولى دى.

د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، نن (د ليندۍ ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ادارې موظفينو، تېر ماښام د طالبانو له خوا نومول شوى د ارګو ولسوال مولوي فيض الله او د دې ډلې نظامي مسوول قاري عبدالله، په ياده شوې ولسوالۍ کې نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې له يادو شويو کسانو څخه يې دوه ار پي جي راکټونه، ٤ کلاشينکوفونه، يو ٣٠٣ بر ټوپک او يو مخابره ترلاسه کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د دې ادارې موظفينو د يو بل عملياتو په ترڅ کې د بدخشان ولايت د بهارک ولسوالى اوسېدونکى اسلام الدين، چې ٦ ورځې وړاندې يې د تخار ولايت اوسېدونکى معراج او د کندوز ولايت اوسېدونکى عبداللطيف يې تښتولي وو، ونيوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تراوسه د انسان تښتوونکي موخه د هغه له دې کړنې  څخه نه ده څرګنده شوې؛ دوه تښتول شوي کسان يې د شپې مهال د کور په تشناب او د ورځې له خوا په کوټه کې ساتل.

نوموړي زياته کړه، چې تښتول شوي کسان خوشې شول او تورن تر څېړنو لاندې دى.

په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مسوول کسان په داسې حال کې نيول شوي دي، چې د بدخشان ولايت ملي امنيت رياست د تېرې مياشتې په ٧مه، د دې ولايت له مرکز څخه د ملا عبدالله په نوم د طالبانو يو سرګروپ نيولى و.

د بدخشان د ملي امنيت د يوې سرچينې په وينا، د يفتل ولسوالۍ اوسېدونکى ملا عبدالله د دې ولايت پر يو شمېر مسوولينو د ترهګريزو بريدونو د طرحه کولو په موخه فيض اباد ته راغلى و، چې ونيول شو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.