کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي اسيا د سياليو په لړ کې په خپلې دوهمې لوبې کې د سريلانکا د ملي لوبډلې ته درې د يو په حساب سره ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې د سارک سازمان د اتو غړو هېوادونو (هندوستان، افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بوټان، نيپال، مالديف او بنګلدېش) په ګډون په نوې ډهلي کې پيل شوې.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي همايون کارګر نن د ليندۍ په ١٤مه، په يوې ټېلېفوني اړيکه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان لوبغاړي په نننۍ لوبه کې ښه وځلېدل.
د نوموړي په وينا، په دغې لوبه کې د هېواد لوبغاړو له ښو موقعيتونو څخه ګټه واخيستله او د درې د يو په حساب سره يې سريلانکا ته ماتې ورکړه.
کارګر زياته کړه چې په دغې پايلې سره، د افغانستان ملي لوبډله د څلورو امتيازونو له درلودو سره د الف ډلې په سر کى ځاى لري او دوهم پړاو ته د لارې موندنې زيات چانس لري.
سرچينې زياته کړه چې خپلې ټول هڅې به وکړي، ترڅو د سياليو د لومړني پړاو په خپله وروستۍ لوبه کې هم ښه امتياز ترلاسه کړي.
يوه افغان ننداره کوونکى سمير، چې د ډهلي ښار د لعل نهرو په لوبغالي کې يې شتون درلود، په ټېلېفوني اړيکه کې پژواک ته وويل: ((ښه لوبه وه، افغانستان په دې سيالۍ کې ښه لوبه وکړه.))
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د دغو لوبو لړۍ دوام ومومي او افغانستان وکولى شي د سياليو اتلولي ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله، دوه ورځې وروسته د بوټان له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
د ويلو ده چې د دغې لوبې د نندارې لپاره، د افغانستان د سفارت چارواکي او په هندوستان کې مېشت سلګونه افغان محصلين ورغلي وو.
تېره ورځ د افغانستان او د هندوستان د ملي لوبډلې ترمنځ سيالي په مساوي توګه پاى ته ورسېدله.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن