ګردېز (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۰): د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د ار پي جي راکټ د مرمۍ چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او ١٣ نور ټپيان دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د ليندۍ په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې ملي او سيمه ييز پوليس د خپلو دندو پر لور سوق کېدل.
د هغه په وينا، ملي او سيمه ييز پوليس له قرارګاه د خپلو دندو پر لور د وتو په حال کې وو، چې له يوه پوليس څخه د راکټ مرمۍ پر ځمکه ولوېدې او يوه په کې وچاودېده.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او ديارلس نور ټپيان دي، چې د دوو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
سمون زياته کړه: ((دا زموږ لومړني معلومات دي او ټپيان د درملنې په موخه له سيمې په خوست کې د بهرنيو ځواکونو روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.))
د څمکنيو ولسوال سيدمحمد ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د راکټ د يوې مرمۍ د چاودېدو له امله، چې له يوه پوليس نه پر ځمکه لوېدلې، رامنځته شوې ده.
نوموړى وايي، چې له ياد پوليس څخه رينجر موټر ته د ختو په وخت کې څو د راکټ مرمۍ پر پاخه سړک وغورځېدې، چې يوه په کې وچاودېده.
هغه، پوليسو ته د د يادې اوښتې مرګ ژوبلې پخلى وکړ، خو زياته يې کړه، چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
څمکنۍ ولسوالۍ د پکتيا له مرکز ګردېز څخه شاوخوا ۸۰ کيلومتره لرې له پاکستان سره پر پوله پرته ده، چې ډېرى وخت په کې د سړک د غاړې ماين چاودنې او له وسله والو سره د نښتو پېښې رامنځته کېږي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن