Language

د ماڼوګي لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

اسعداباد (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال له دوو وسله والو سره ووژل شو.

 د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په شاوخوا ١١ بجو د ماڼوګي لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال احمدشاه، د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

 د ماڼوګي ولسوالۍ سرپرست حيات الله پژواک ته وويل، چې د طالبانو ولسوال احمدشاه د شوړيک په کارن سيمه کې له دوو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

 په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې ځواکونو يې بريد کړى دى؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا مني، چې د دوى د ماڼوګي ولسوال احمدشاه د ايساف په بمبار کې وژل شوى دى.

 مجاهد ادعا وکړه، چې نن يې په اسمار ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو پر مرکز بريد کړى او درې امريکايي عسکر يې وژلي دي.

 په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر بيا د طالبانو دا ادعا ردوي.

 د يادونى وړ ده چې  درى اونۍ وړاندې، د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو يو مهم سيمه ييز قوماندان مولوي قديرمحمد له اتو ملګرو سره وژل شوى و.