کويټه) پژواک ١٨ ليندۍ ٩٠ ): پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په چمن سيمه کې نن د افغان سوداګرو ٤٠ د خوراکي توکيو لېږدونکي موټر ودرول.
د چمن د سرحدي پوليسو وياند حاجي سيد اغا پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه موټر يې ځکه درولي، چې قانوني اسناد نه لري .
دى وايي چې په درول شويو موټرو کې د افغان سوداګرو خوراکي توکي بار دي ، چې د افغانستان د سوداګرۍ د ټرانزيټ په چوکاټ کې يې افغانستان ته لېږدول .
پاکستان د افغان سوداګرو له موټر چلوونکو څخه د موټر چلولو نړيوال لايسنس ، روغ موټر او نړيوال بانکي حساب غواړي او په دې سربېره بايد موټر چلوونکي کومه ناروغي هم ونه لري.
د يادو شرايطو د نه پوره کېدو په صورت کې پاکستان د افغان سوداګرو موټر په خپله خاوره کې تګ راتګ ته نه پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن څوارلسمه ورځ ده ، چې پاکستان په خپلو سرتېرو د ناټو ځواکونو د هوايي بريد په غبرګون کې په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تګ راتګ هم بنديز لګولى دى .
د همدې بنديز په پايله کې تېره شپه د بلوچستان په مرکز کويټه کې د ناټو ځواکونو په ولاړو اکمالاتي موټرو بريد شوى و، چې په پايله کې يې دېرش موټرو وسوځول شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن