سرپل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د سرپل ولايت په مرکز کې د ايساف ځواکونو د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان، چې دوه يې سرګروپان دي،نيول شوي او يو بل وژل شوى دى.
د سرپل والي سيد انور رحمتي نن (د ليندۍ١٩مه) پژواک ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د سرپل ښار د سيداباد په سيمه کې ترسره شول.
د هغه په وينا، عمليات پر يوه کور ترسره او په ترڅ کې يې د طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون درې تنه نيول شوي دي.
هغه دغه سرګروپان د قاري محب الله او قاري عزيزالله په نومونو ياد کړل او زياته يې کړه، چې په عملياتو کې يو بل تن وژل شوى هم دى.
رحمتي د دې ترڅنګ، چې دغه عمليات يې له افغان ځواکونو سره پر همغږۍ وبلل، زياته کړه، چې له دغه کور څخه دوه ميله تومانچې، دوه ميله ٣٠٣بر، پنځه چاودېدونکي کپسولونه، دوه لاسي بمونه، يو ميل راکټ انداز او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
د سيداباد د سيمې يوه سپين ږيري تحصيلدار شمسي پژواک ته وويل: ((دغه عمليات د شپې شاوخواه ١٢بجې ترسره شول.))
هغه د درېيو تنو نيونه او د يوه بل وژل کېدل تاييد کړل، خو د هغو د هويت په اړه يې څه ونه ويل.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو عملياتو کې يې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز مشر نيولى دى.
د خبرپاڼې له مخې، چې دغه نيول شوي تن د سړک غاړې په ماين خښولو او نور ورانکاره کړنو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې وړاندې هم د سرپل په صياد ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي او د هغه مرستيال له څلورو نورو کسانو سره نيول شوى و.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن