جلالاباد (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار د برېښنا رياست له لوري په دغه ولایت کې د پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرېکولو لړۍ پيل شوه او په لومړۍ ورځ یې د سلګونو مېترونو برېښنا پرې کړې ده.
د ننګرهار برېښنا رياست مسوولین دغه راز وايي، د پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزو غوڅولو د حشر په لومړۍ ورځ يې شاوخوا لس میليونه افغانۍ پورونه هم ترلاسه کړي او دغه حشر به دوه ورځې دوام وکړي.
بلخوا، د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د برېښنا ریاست د دغه اقدام ستاینه کوي او وايي، دا چاره به د برېښنا شرکت د عوایدو ډېرېډو لامل شي.
د ننګرهار د برېښنا رییس جانمحمد انقلابي وايي، له ډېر وخت راهیسې په جلالاباد ښار کې سلګونه مشترکین چې په کې د استوګنیزو کورونو، سوداګريزو او صنعتي شرکتونو مېترونه شامل وو، د دې ادارې پوروړي وو.
هغه زیاته کړه، په همدې اساس یې د خپلو ټولو همکارانو په ملتيا د دوو ورځو لپاره د پوروړو مېترونو د قطع لین (د لینونو غوڅولو) عمومي حشر پلان کړ چې د حشر په لومړۍ ورځ يې پر سلګونه دا ډول مېترونو برېښنا قطع کړې ده.
دی زياتوي، د برېښنا رياست ټيمونه د ښار په څوارلسګونو جنکشنونو او د ښار په ټولو ساحو کې وګرځېدل او د معلوماتي پلان پر بنسټ يې د پوروړو لینونه غوڅ کړل.
د انقلابي د معلوماتو له مخې، په لومړۍ ورځ دوی وتوانېدل د لس ميليون افغانيو په کچه خپل پورونه ترلاسه کړي او دغه چاره به دوه ورځې دوام وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د ټولو پوروړو او راټول کړو عوايدو په تړاو به وروسته له رسنيو سره معلومات شریک کړي.
دی وايي: «د پوروړو مېترونو د قطع لين پروسه په جديت سره تعقيبوو او له ټولو پوروړو پېرودونکو غواړو چې د برېښنا بېلونو له درکه خپل پورونه ژر تر ژره تصفيه کړي.»
بلخوا، د جلالاباد ښاريان د برېښنا رياست د دې کړنې ستاينه کوي او وايي، څوک چې قانون نه پلی کوي، بايد همدا ډول چلند ورسره وشي.
د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د اربابانو سیمې يوه اوسېدونکي عبدالباقي پژواک ته وويل، هر څوک چې له يو څه ګټه اخلي، بايد پیسې يې تحويل کړي، که څوک له دغه کاره سرغړونه کوي او پيسې نه تحويلوي، د برېښنا رياست دنده ده چې برېښنا يې قطع کړي.
دی وايي: «موږ او تاسو ته معلومه ده چې زموږ ټوله برېښنا وارداتي ده، که مشترکین پر وخت پیسې تحويل نه کړي، حکومت يې نورو هېوادونو ته پيسې نه شي تحويلولی، نو هغوی هم مجبورېږي چې پر افغانستان برېښنا قطع کړي چې د يو څو کسانو له وجهې په ټولو خلکو برېښنا قطع کېږي.»
دغه راز، د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د چهلمتره سړک سیمې يوه اوسېدونکي فواد خان هم پژواک ته وويل چې برېښنا ریاست باید خپل پورونه همداسې په جدیت راټول کړي.
د يادولوړ ده، ننګرهار ته د وارداتي برېښنا ترڅنګ د درونټې او نغلو له بندونو برېښنا ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP