جلال اباد (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٠) د هېواد وتلى سندرغاړى رحيم غمزده د ٧٥ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
استاد رحيم غمزده افغاني موسيقۍ ته تر نيمي پېړۍ خدمت کولو وروسته نن (دلېندۍ ٢٥ مه) د جمعې ورځې د سهار په اتو بجو د جلال اباد په ملکي روغتون کې د سرطان د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړي د تېرو درېيو کلونو راهيسې د مرۍ د سرطان ناروغي درلوده.
د غمزده يو تن مينه وال او ملګرى محمد زبير خاکسار وايي، چې غمزده د پرون ورځې د سهار راهيسي خبرې نه شوې کولاى.
د هغه پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده لومړنى افغان سندرغاړى و، چې پښتو فولکلوريکه موسيقي يې په شرقي او غربي تالونو کې راونغاړله.
خاکسار زياته کړه، چې د هيواد په کچه دولتي او فرهنګي مشرانو د ده هېڅ مرسته ونه کړه او نه يې هم د ده د درملنې ته پاملرنه وکړه.
د ده په وينا، چې د غمزده درې زامن د پښتو ژبې سندرغاړي دي.
د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې وياند محمد ايوب فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده له شپېتو کلونو راهيسي د ملي راديو تلويزيون د موسيقۍ او هنر د څانګې همکار پاتې شوى و.
د هغه په وينا، ارواښاد غمزده په سلګونو هيوادنى او حماسي سندرې ويلي دي.
د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې مشر لال پاچا ازمون وايي، چې غمزده نه يواځي دا چې ښه سندرغاړى و، باجه، رباب او کاردون يې هم ډېر ښه زده و.
د هغه په وينا، نوموړي ځکه په شرقي او غربي تالونو کې سندرې وويلې، چې د پردي فرهنګ د دودولو مخه ونيسي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنه به يې ډېر ژر د ارواښاد غمزده ناچاپه درې شعري ټولګې چاپ کړي.
د يادونې وړده، چې رحيم غمزده څو ځلې د هيواد د محبوب او ملي سندر غاړي د کال د غوره سندرغاړي جايزې هم تر لاسه کړې وې.
د نوموړي جنازه به نن د جمعې تر لمانځه وروسته پخپله پلرنۍ هديره، خوګياڼو کې خاورو ته وسپارل شي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن