ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نامتو سندرغاړى رحيم غمزده مړ شو

16 Dec 2011 - 10:42
16 Dec 2011 - 10:42

جلال اباد (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٠) د هېواد وتلى سندرغاړى رحيم غمزده د ٧٥ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

استاد رحيم غمزده افغاني موسيقۍ ته تر نيمي پېړۍ خدمت کولو وروسته نن (دلېندۍ ٢٥ مه) د جمعې ورځې د سهار په اتو بجو د جلال اباد په ملکي روغتون کې د سرطان د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړي د تېرو درېيو کلونو راهيسې د مرۍ د سرطان ناروغي درلوده.

د غمزده يو تن مينه وال او ملګرى محمد زبير خاکسار وايي، چې غمزده د پرون ورځې د سهار راهيسي خبرې نه شوې کولاى.

د هغه پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده لومړنى افغان سندرغاړى و، چې پښتو فولکلوريکه موسيقي يې په شرقي او غربي تالونو کې راونغاړله.

خاکسار زياته کړه، چې د هيواد په کچه دولتي او فرهنګي مشرانو د ده هېڅ مرسته ونه کړه او نه يې هم د ده د درملنې ته پاملرنه وکړه.

د ده په وينا، چې د غمزده درې زامن د پښتو ژبې سندرغاړي دي.

د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې وياند محمد ايوب فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده له شپېتو کلونو راهيسي د ملي راديو تلويزيون د موسيقۍ او هنر د څانګې  همکار پاتې شوى و.

د هغه په وينا، ارواښاد غمزده په سلګونو هيوادنى او حماسي سندرې ويلي دي.

 د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې مشر لال پاچا ازمون وايي، چې غمزده نه يواځي دا چې ښه سندرغاړى و، باجه، رباب او کاردون يې هم ډېر ښه  زده و.

د هغه په وينا، نوموړي ځکه په شرقي او غربي تالونو کې سندرې وويلې، چې د پردي فرهنګ د دودولو مخه ونيسي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنه به يې ډېر ژر د ارواښاد غمزده ناچاپه درې شعري ټولګې چاپ کړي.

د يادونې وړده، چې رحيم غمزده څو ځلې د هيواد د محبوب او ملي سندر غاړي د کال د غوره سندرغاړي جايزې هم تر لاسه کړې وې.

د نوموړي جنازه به نن د جمعې تر لمانځه وروسته پخپله پلرنۍ هديره، خوګياڼو کې خاورو ته وسپارل شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version