کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): په کابل کې د خصوصي سکټور د ٢٢ ميليون ډالرو په پانګه اچونې تر ټولو لويه سوداګريزه مغازه پرانيستل شوه.
دغه سوداګريز مرکز د کابل د نوي ښار په ساحه کې جوړ شوى، چې د پرانيستلو په مراسمو کې يې د سوداګرۍ د خونې رييس، د ملي شورا غړو او ګڼ شمېر ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.
د يادې مغازې مالک منصور مجيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې مغازې (شاپنګ مال) يې د ٢٢ ميليونه ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ١٢ ميليونه ډالر يې پر ودانۍ او د لس ميليون ډالرو په ارزښت يې بېلابېل توکي په دې مغازه کې د خرڅلاو په موخه ځاى پر ځاى کړي دي.
په دغه سوداګريز مرکز يا مغازه کې، چې په اتو پوړونو کې ده، له برقي سامانونو نيولې تر تعميراتي او نور د ورځني ژوند ټول اړوند توکي ځاى پر ځاى شوي دي.
دغه راز يو رسټورانټ او د ورزش په موخه جيم هم په کې جوړ شوى دى.
د افغانستان سوداګرۍ د خونې رييس محمد قربان حقجو د دغې مغازې پرانيستل په هېواد کې د پانګې اچونې په برخه کې يوه ښه زياتونه وبلله.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د پانګوالو او د هغو د پانګې د مصوونيت ډاډ ورکړي، څو په راتلونکي کې نور کورني او بهرني پانګه وال په هېواد کې پانګونې ته تشويق شي.
د ولسي جرګې پخواني وکيل معين مرستيال هم له منصور مجيد څخه مننه وکړه، چې دومره زياته پانګه اچونه يې کړې او دا يې په هېواد کې د پرمختګ ژوندۍ بېلګه وګڼله.
مجيد وويل، دوى په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې دې ورته نور سوداګريز مرکزونه په هرات، مزارشريف او جلال اباد ښارونو کې هم پرانيزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP