ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د لومړي ځل لپاره د ښځو پر مختيايي شورا جوړه شوه

په پکتيا کې د لومړي ځل لپاره د ښځو پر مختيايي شورا جوړه شوه

author avatar
21 Dec 2011 - 14:39
په پکتيا کې د لومړي ځل لپاره د ښځو پر مختيايي شورا جوړه شوه
author avatar
21 Dec 2011 - 14:39

ګردېز (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): په پکتيا ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو پر مختيايي شورا جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ.

د پکتيا د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه (د ليندۍ ٣٠ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لومړۍ ځل دی، چی په پکتيا کې د ښځو چارو رياست ترڅنګ نن د ښځو پرمختيايي شورا جوړه شوه.

د سرچينې په وينا، د يادې شورا غړو نن د پکتيا له والي جمعه خان همدرد څخه وغوښتل، چې د دغې پرمختيايي شورا په بډاينه او پرمختک کې ورسره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې والي جمعه خان همدرد د يادې شورا له غړيو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د قرآنکريم، انګليسي او د کمپيوټر د زده کړې کورسونه د ښځو او نجونو لپاره ورته جوړ کړي.

سرچينه وايي، چې نوموړي د ښځو پرمختيايي شورا ته يوه نومره ځمکه هم د دفتر لپاره ورکړه او د يوې مجلې د چاپ لګښت يې هم پر غاړه واخيست.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ليدنې پرمهال په ولسي جرګه کې د پکتيا دوو تنو استازيو هم ګډون درلود.

سرچينه کاږي، چې والي او وکيلانو د دې ټولنې غړيو ته ډاډ ورکړ، چې له دوولسم ټولګي څخه فارغې نجونې به په پوهنتون کې جذب کړي او دغه راز به هڅه وکړي، چې په نورو علمي انستيتيوتونو کې هم دوى ته د زده کړې زمينه برابره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.