ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په کچه د ملي اردو د منسوبينو شمېر ١٨٠زرو ته ورسېد

22 Dec 2011 - 16:49
22 Dec 2011 - 16:49

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه٩٠): د کابل له پوځي تعليمي مرکز څخه د ملي اردو د ١٥٠٠ تنو سرتېرو او افسرانو په فراغت سره، د هېواد په کچه د ملي اردو شمېر ١٨٠زرو تنو ته ورسېد.

 دغه ډله سرتېرو ته د هغې غونډې په ترڅ کې، چې نن (د مرغومي لومړۍ نېټه) د کابل په پوځي روزنيز مرکز (KMTC) کې جوړه شوې وه، د فراغت سندونه ورکړل شول.

 د دغه مرکز د عامه اړيکو مسؤول جگړن شاهپور پژواک خبري ته وويل، چې دغو افسرانو د شپږو مياشتو او سرتېرو د دوو مياشتو په موده کې دغه مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.

 هغه زياته کړه، چې دغه ١٧٢م کنډک دى، چې افسران يې مسلکي کورسونو او پلي پوځي عسکر يې هغو ځايونو ته استول کېږي، چې هلته پليو ځواکونو ته اړتيا لېدل کېږي.

 د کابل د پوځي روزنيز مرکز د قوماندانۍ د عامه چارو امر وايې، چې د کابل د پوځي روزنيز مرکز له پيل څخه راپه دېخوا تر اوسه ١٧٢يم کنډکه فارغين ورکړي دي او د ملي اردو جزوتامونو او قطعاتو سره يوځاى شوي دي؛ په هر کنډک کې معمولاً له ١٥٠٠ تر١٨٠٠ تنو پورې وي.

 دغه مرکز په ١٣٨٢کال کې جوړ شوى او په کابل کې لومړۍ پوځي روزنيز مرکز شمېرل کېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمى وايي، چې د کابل له پوځي روزنيز مرکز څخه د١٧٢م کنډک په فراغت سره، په ټول هېواد کې د ملي اردو د منسوبينو شمېر ١٨٠ زرو ته ورسېد.

 د ده د معلوماتو پر اساس، اوسمهال ٢٠ زره تنه په بېلابېلو کورسونو کې تر بېلابېلو روزنو لاندې دي.

 د نړيوالې ټولنې د ژمنو پر اساس، هېله کېږي، چې د راتلونکي کال تر اکتوبر مياشتې پورې د ملي اردو د منسوبينو شمېر ١٩٥زرو ته ورسېږي.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version