Language

روانه اونۍ په کندهار کې ٧ وسله وال نيول شوي

کندهار(پژواک دمرغومي لومړۍ نېټه٩٠) : د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژلي او ٧ تنه نور يې له وسلو او چاودېدونکو توکيو سره نيولي دي.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن يې په اونيزه خبري ناسته کې خبريالانو ته معلومات ورکول ، وويل، چې د ګډو ځواکونو په يادو عملياتو کې  ملکي وګړو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

 هغه زياته کړه، د هغوى د چاڼيزو عملياتو پرمهال، چې په بېلابېلو وختونو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې شوي د وسله والو مخالفينو د وژلو او نيولو  تر څنګ ٧٤  ډول ډول ماينونه، د چاودېدونکو توکيو ٢٢ شل کيلويي قوطي، ١٢ ار پي جي راکټونه، ١ ډي سي توپ، ١٠٠٠ فيره د پېکا مرمۍ، ١٠ صندوقه د کلاشينکوف مرمۍ، ٦ مخابرې، ٤ بورۍ چاوېدودنکي توکي او ٢ لېتره تېزاب هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

 د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې مديريت له لوري ١٦٤ کيلو ګرامه خام چرس او ترياک، له ٣٠ کيلوګرامه څخه زيات هيروئين هم له دوو تنو قاچاق وړونکو سره يو ځاى نيول شوي دي.

 اطرافي دغه راز وويل، چې روانه اونۍ يې په کندهار ښار کې هغه موټر هم درولي، چې پليټ او نور د تګ راتګ اسناد نه لري.

 نوموړي، په ټوليزه توګه روانه اونۍامنيتي ځواکونو ته له لاسته راوړنو ډکه وبلله او ويې ويل، چې ددې اونۍ په عملياتو کې ملکي وګړو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.              

 هغه زياته کړه، چې د خلکو په مرسته به په کندهار ښار او ولسواليو کې د ډاډمن امنيت په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

 د بل خبر له مخې، د کونړ امنيه قوماندان عوض محمدنذيري وايي چې پوليسو په ناړۍ او ماڼوګي ولسواليو کې درې سوه ديرش کيلوګرامه امونيم نايتريت اوشل پاکټه کيمياوي توکي ، چې د ماينونو په جوړولو کې ترې کاراخيستل کيږي له دوه کسانو سره نيولي دي .

د هغه په وينا ، وسله والو مخالفينو له دې پوډرو اوامونيم نايتريتوڅخه دسړک د غاړې ماينونو په جوړولو او د پولګټو په الوځولوکې کار ترې اخيسته .

Related Topics