غزني ښار (پژواک ۳ مرغومی ۹۰): د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په غزني په ښار او اندړو ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې، ماينونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات دغه نيول شوې وسلې او چاودېدونکي توکي نن (د مرغومي ٣مه) خبريالانو ته وښودل.
نوموړي وويل، د اندړو ولسوالۍ په اميرکلا کلي کې يې پرون مازديګر شپږ ميله سپکه او درنه وسله او يو شمېر وسلې نيولې دي.
د سادات په وينا، دغه راز يې تېره شپه د غزني ښار اړوند سيمه کې هم په يو زاړه کور کې د پلټنې پر مهال درې ستر ماينونه، چې په وينا يې په هر يو ماين کې شل کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارېدلي وو، نيولي دي.
نوموړى وويل، چې له دغو ماينونو سره يوځای يې يوه پيکا، شپږ واړه ماينونه، يوه مخابره او يوه اندازه مهمات هم نيولي دي.
د هغه په خبره، چې د دغو عملياتو پر مهال چا ته زيان نه دى اوښتى او نه هم کومه نښته رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې ملي امنيت تېره اونۍ هم د ځانګړو عملياتو پر مهال له نړيوالو ځواکونو سره په ګډه په قره باغ کې درې وسله وال نيولي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن