زرنج ، هرات ( پژواک ٤ مرغومى ٩٠): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملې اردو او ايساف ځواکونو ترمنځ دنښتې له امله ،د اردو يو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ايساف څلور سرتېري ټپيان شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو رييس ارکان جنرال محى الدين غوري نن د (مرغومي په ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه تېره ورځ د ملي اردو په قرارګاه کې د بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.
دهغه په وينا،لومړني معلومات دا ښيي ،چې پېښه دملي اردو د سرتېري له خوا ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې دايساف څلور سرتېري ټپيان شول او د ملي اردو ياد سرتېرى د ايساف له لوري ووژل شو.
سرچينې په داسې حال کې،چې د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه يې ډډه کوله وويل،چې ددې پېښې د څېړنې لپاره يادې سيمې ته يو پلاوى استول شوى او له څېړنو وروسته به معلومات له رسنيو سره شريک شي.
په کابل کې د ايساف دفتر له لوري پژواک ته هم يوه خبرپاڼه رالېږل شوې، چې دا پېښه تاييدوي او د پېښې د څېړنې خبر ورکوي .
دهغه په وينا، په دې پېښه کې دايساف سرتېري نه دي وژل شوي او د دوى له پاليسۍ سره سم، د ټپيانو په اړه معلومات نشي ورکولى.
خو د بالابلوک ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي ددې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي،چې ښکيلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وويل،چې دا پېښه دملي اردو سرتېري او د ايساف د سرتېري ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځ ته شوې ده.
د بالابلوک ولسوال غوث الدين پژواک ته وويل،چې دلفظي مشاجرې په ترڅ کې د ملي اردو يوه سرتېري د ايساف پر ځواکونو ډزې وکړې ،چې په ترڅ کې يې د ايساف دوه سرتېري ووژل شول او بل تن يې ټپي شو.
سرچينې زياته کړه،چې په دې پېښه کې د ايساف ځواکونو د ډزو له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او د اردو دوه نورسرتېري ټپيان شول.
دسيمې يوتن اوسېدونکي عطا الله هم پژواک ته وويل: (( دملي اردو له قرارګاه څخه دډزو اوازونه ترغوږه کېدل او بهرنۍ الوتکې مې وليدې، چې کېښناستې او ژر يې پرواز وکړ.))
هغه نور معلومات ورنکړل .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن