Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورش ملي لوبډله د سوېلي اسيا د سياليو اتله شوه

کابل ښار (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د افغانستان د کورش ملي لوبډلې د ١٢ مډالونو په ترلاسه کولو سره د سوېلي اسيا د لومړني دور په سياليو کې اتلولي خپله کړه.

 دغه سيالۍ د ليندۍ په ٢٥مه، د نيپال د کتماندو په ښار کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو په ګډون سره پيل او تېره شپه پاى ته ورسېدې.

 د افغانستان د کورش د فدراسيون مرستيال بابه جان تحصيلي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورش ملي لوبډلې وکولى شول د سرو زرو د ١١ مډالونو او د سپينو زرو د يو مډال په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د نيپال او هند لوبډلو په ترتيب سره دوهم او درېيم مقامونه ترلاسه کړل.

 نوموړي څرګنده کړه، چې دغه سيالۍ په دوو برخو سامبو کورش (کشتي چپنکي) او کامبو (مبارزه) کې ترسره شوې.

 تحصيلي زياته کړه، د هېواد د کورش لوبډلې د ٩ لوبغاړو، دوو روزونکو او يوه پلاوي سره په دغو سياليو کې ګډون کړى وو.

 د کورش فدراسيون د معلوماتو له مخې، دغه رشته  له دوديزو لوبو څخه شمېرل کېږي او له ١٣٨١ کال راپدېخوا يې د اولمپيک د ملي کمېټې په چوکات کې په رسمي توګه فعاليت پيل کړى دى.

 په دغې رشته کې د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې څه دپاسه ٢٥٠ لوبغاړي په رسمي توګه فعاليت کوي.

 د يادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ، تکواندو او فوټبال لوبډلو هم په اسيايي او نړيوالو سياليو کې اتلولي او نايب اتلولي ترلاسه کړي او د اولمپيک د ملي کمېټې او ولسمشرۍ له خوا ستايل شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.