ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شونکړې درې خلک له خپلسرو عملياتو سرټکوي

author avatar
26 Dec 2011 - 18:04
author avatar
26 Dec 2011 - 18:04

اسعد اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړې درې خلک وايي چې دوى د بهرنيو او افغان کومانډو ځواکونو د شپې عملياتو او د کورونو له پلټنو څخه په تنګ شوي دي.

دغه خلک چې نن د مرغومي په ٥مه، په اسعد اباد کې د ولايتي شورا دفتر مخې ته د احتجاج په توګه راټول شوي وو، ګواښ يې وکړ، چې که دولت د دې عملياتو مخه ونه نيسي، دوى به هم د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يوځاى شي.

 د سرکاڼو ولسوالۍ دشونکړې،د ملاګورو سيمې اوسېدونکى حاجي يوسف، چې د ولايتي شورا مخې ته په احتجاجي توګه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د افغان او ناټو ځواکونو له خپلسرو عملياتو او د کورونو له پلټنو تنګ شوي دي.

 هغه زياتوي، چې ناټو او افغان ځانګړي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهيسې د دوى په کورونو عمليات کوي او د دوى له کورونو يې نقدې پيسې او د کور ساتنې وسلې وړې دي.

 د نوموړي په وينا، که افغان دولت يې پوښتنه ونه کړي، نو دوى به وسلې ته لاس کړي او شونکړې دره به پرېږدي.

 د حضرت امير په نوم يوه بل اوسېدونکي وويل: ((په ملاګورو کې يې پوځ ښکته کړى، هغوى د خلکو کورونو ته ننوتي، کورونو والايې د شپې نيولي، په کوټو کې اچولي، يوه ورځ په کوټو کې بنديان پراته وو.))

 د عبدالله په نوم يو بل تن وويل، چې کورني او بهرني ځواکونه له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوځي، دروازې په بمونو الوځوي، خلک په کوټو کې بنديانوي؛ خو څوک ترې پوښتنه نه کوي.

 د کونړ د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل هم د دې خلکو ستونزې جدي بولي او وايي، چې افغان ولس نور د بهرنيو ځواکونو له خپلسرو عملياتو تنګ شوى او که يې مخه ونه نيول شي، نو په سيمه کې به لويې ستونزې رامنځ ته کړي.

 نوموړى وايي، چې د خلکو ستونزې به افغان او ناټو چارواکو ته ورسوي.

 ده زياته کړه: ((بدبختانه چې بيا هم ملي اردو، سرحدي لوا او نور بهرنيان راځي، زموږ ولس تنګوي، د شپې عمليات کوي، دا خلک يې ډېر په تکليف کړي، موږ له دې ولس سره ولس يو، تر هغه به موږ خپل غږ وچتوو، ترڅو د دې ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي.))

 د سرکاڼو ولسوال شاه محمود وايي، چې له کابل څخه د بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ يوه قطعه راغلې او په دې سيمه کې يې عمليات ترسره کړي دي؛ خو د وسلې او سامان وړلو په اړه يې معلومات نه لري.

 ده وويل: ((هو! له کابل څخه يوه قطعه راغلې وه، موږ فوري په دې باندې ولايتي اداره هم     خبره کړه، چې دغه شان وضعيت دى؛ خو زموږ خپله رابطه ورسره نه وه، ما په دې باندې اوسي سي پي خبر کړى، خو د غلا په اړه معلومات نه لرم.)) 

 د دې درې خلک په داسې مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو له عملياتو او بريدونه سرټکوي، چې نږدې يوه مياشت مخکې په همدغې سيمه کې ناټو ځواکونو په ګډه پوله د پاکستانيو ځواکونو پوستې تر بريد لاندې راوستې او په پايله کې يې ٢٦ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

 

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.