کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): له روزنيزې دورې څخه د ښځينه ساتنمنانو د يوې ډلې په فارغېدو سره د هېواد په کچه د ښځينه پوليسو شمېره څه دپاسه ١٢٠٠ تنو ورسېدله.
په دغې ډله کې ١٧ ساتنمنانې شاملې دي، چې د لسو اونيو په موده کې يې د مسلکي وړتياوو د لوړولو زده کړې کړې او نن يې په کابل کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د فراغت په مراسمو کې چې د کابل د ١٠١ اسمايي قوماندانۍ په تالار کې جوړ شوي وو، د دغه زون قوماندان محمد ايوب سالنګي، د هالنډ سفير او څه دپاسه ٣٠٠ ښځينه پوليسو ګډون کړى وو.
په هغې خبرپاڼه کې چې د کابل د ١٠١ اسمايي زون د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي دي چې سالنګي، فارغانو ته د بري ليکونو د وېشلو پر مهال، هغوى خپل مسلکي مسووليتونو ته متوجه کړل.
نوموړي د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون د امنيت د ټينګښت لپاره يو ګټور ګام وباله.
د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې پوليسو (يوپول) دغو ساتنمنانو ته روزنه ورکړې او په يادو شويو مراسمو کې د ١٠١ اسمايي زون قوماندان د اروپا د ټولنې له پوليسو څخه مننه وکړه او د زياتو مرسته غوښتنه يې وکړه.
سرچينې وويل، د هالنډ سفير ژمنه وکړه، چې د ياد شوي زون د پوليسو د روزنې په برخه کې به اړينه مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمن څه موده مخکې پژواک ته ويلي و، چې اوس مهال ١٢٠٠ ښځينه پوليس د هېواد په کچه دنده ترسره کوي، چې بسنه نه کوي.
نوموړي زياته کړې وه چې هڅه به وکړي، ترڅو د ښځينه پوليسو شمېره تر ٢٠١٤ کال پورې ٥٠٠٠ ته ورسوي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال، د ښځينه پوليسو رول په ځانګړې توګه د ښځو او کورونو د تلاشۍ پرمهال مهم وباله او وېې ويل، چې ځينې وختونو د دودنو له مخې خلک د نارينه پوليسو پر وړاندې حساسيت ښيي او نارينه پوليس نه شي کولي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن