ګردېز (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): په پکتيا کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د مرغومي په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د پکتيا ولايت اړوند د پټان په ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر د دعوې له امله نښته رامنځته شوې، چې د دواړو لورو ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نوموړي و ويل، چې په وژل شوو کې يو تن د يوې او څلور نور د بلې خوا دي، خو د ټپيانو په اړه يې معلومات نه درلودل.
ده زياته کړه، چې دغه مهال سيمې ته د پوليسو ځواکونه ورغلي، نښته بنده شوې او له دواړو لورو وسلې ټولې شوې دي.
خو د پکتيا د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.
د ده په وينا، د سيمې د قومونو په هڅه دغه مهال نښته بنده شوې او افغان امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.
هغه وويل، چې نښته د دواړو کورنيو تر منځ د شاوخوا پنځوس جريبه ځمکې پر سر د دعوې له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې د قومونو په منځګړيتوب د دوو قبيلو تر منځ ٤٧٠ کلنه دښمني، چې د ځمکې د دعوې پر سر رامنځته شوې وه پاى ته ورسېده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن