ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي، عبدالصمدخان اڅکزى د ازادۍ د لارې يو مثال وباله

حامد کرزي، عبدالصمدخان اڅکزى د ازادۍ د لارې يو مثال وباله

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د سياسي مبارز او نامتو اديب عبدالصمد خان اڅکزي د څلوېښتم تلين په اړه په جوړ شوي سيمينار کې د نوموړي د ازادۍ غوښتنې هڅې وستايل شوې.

دغه دوه ورځنى سيمينار د ولسمشر حامد کزري، يو شمېر نورو افغان چارواکو او فرهنګيانو او د ډېورنډ د کرښې له هغې خوا د راغلو يو شمېر سياسي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون نن په کابل کې پرانيستل شو.

عبدالصمد خان اڅکزى په ١٩٠٧ميلادي کال کې د سوېلي پښتونخوا په ګلستان نومې سيمه کې وزېږېد او د ١٩٧٣زېږديز کال په وروستۍ مياشت کې د نامعلومو کسانو له خوا په کوېټه کې په خپل کور کې د لاسي بم په بريد کې ووژل شو.

اڅکزى، چې د پښتنو له سترو مشرانو څخه بلل کېږي، خپل ټول عمر يې په فرهنګي او سياسي فعاليتونو کې تېر کړی، د خپلو سياسي فعاليتونو له امله د برتانيوي هند د واکمن حکومت له خوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت له خوا په وار، وار زنداني شوی دى.

ولسمشر حامد کرزي غونډې ته په وينا کې عبدالصمدخان اڅکزى د ازادۍ د لارې يو مثال وباله او ويې ويل، چې هغه تل د سيمې د ازادۍ او يووالي لپاره هڅې کولې.

د ده په وينا، عبدالصمد خان د هند د ازادۍ غوښتونکي له مشر ګاندي، د عدم تشدد د غورځنک له بنسټ اېښودونکی خان عبدالغفارخان، د پاکستان له ازادي اخيستونکي مشر محمدعلي جناح او له مشهور هندي عالم مولانا عبدالکلام ازاد سره اړيکې لرلي.

ولسشمر حامد کرزي و ويل، چې عبدالصمد خان اڅکزى ښه ليکوال هم و او د پښتو تر څنګ يې په فارسي ژبه هم ليکنې کړې او له فارسي ژبې سره يې ډېره مينه درولوده.

د عبدالصمد خان اڅکزي د څلوېښتم تلين په ياد د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د کابل پوهنتون او د حکيم خسرو بلخي د فرهنگي بنسټ پيغامونه هم نن په ياد سمينار کې ولوستل شول.

د سرحدونو چارو وزارت او د کابل پوهنتون په پيغامونو کې عبدالصمد خان د سولې، يووالي او ازادۍ غوښتنې مبارز بلل شوى او په کې راغلي وو، چې هغه ډېر اثار په پښتو، دري، اردو او عربي ژبو ليکلي دي.

په پيغامونو کې ويل شوي، چې عبدالصمد خان تعليم د پرمختګ عامل باله او د تشدد پر خلاف يې مبارزه خپله لاره ټاکلې وه.

د حکيم خسرو بلخي د فرهنگي بنسټ په پيغام کې راغلي و، چې عبدالصمد خان اڅکزي د هند د ازادۍ لپاره څو ځلې خپل غږ اوچت کړ او په دې لاره کې يې د اوږدې لپاهر زندانونه تېر کړل، خو بيا يې هم له مبارزې لاس وانه خيست.

دغه راز ده و ويل، چې اڅکزي د هند د نيمې قارې تر خپلواکۍ وروسته په پاکستان کې هم د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره په مېړانه مبارزه وکړه او د پښتنو لپاره يې ډېر خدمتونه وکړل.

دغه راز په پيغام کې راغلي، چې عبدالصمد خان اڅکزي په سوېلي پښتونخوا کې د لومړي ځل لپاره د ژورناليزم بنسټ کېښود.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم عبدالصمد خان د ازادۍ غوښتنې او اصلاح طلبۍ لوى مبارز وباله.

د ده په وينا، عبدالصمد خان د سياسي فعاليتونو ترڅنګ د پوهنې د پراختيا او د غلطو رواجونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د پام وړ هڅې کړې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد په دغه سمينار کې عبدالصمد خان اڅکزى د ازادۍ غوښتنې ستر مبارز ياد کړ او ويې ويل، چې هغه په دې لاره کې لويه قرباني ورکړې ده.

راشد و ويل، چې اڅکزي د استبداد پر وړاندې تر وروستۍ سلګۍ خپلې مبازرې ته دوام ورکړ او هېڅکله يې هم پر وړاندې سر ټيټ نه کړ.

د علومو اکاډمۍ مشر په سيمه کې د پښتنو يووالى د اڅکزي لويه هيله وبلله.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.