Language

وسله والو طالبانو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

اسعداباد (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د يوې نښتې له امله وسله والو طالبانو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ملي اردو د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن شېرين اقا د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې تېر ماښام د غازي اباد ولسوالۍ په بارګام سيمه کې د دولت وسله وال مخالفينو غوښتل، چې په لويه لار کې ماينونه خښ کړي.

د هغه په وينا، پر همدغه مهال مخالفين د ملي اردو له ګزمې سره مخ او نښته رامنځته شوه، چې له امله يې د مولوي عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو سرګروپ و وژل شو او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.

د جګړن شېرين اقا په وينا، په دې نښته کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي، چې دغه مهال د درملنې لپاره په ناړۍ ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو مرکز ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوه کوي، چې په دغه کمين کې يې د ګډو ځواکونو  اوه نظامي موټر له منځه وړي او څوارلس داخلي عسکر يې وژلي دي.

نوموړي په دې نښته کې د درېيو طالبانو د وژنې پخلى هم وکړ.