Language

اسعد اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي وايي چې په کونړ کې به د ملي پوليسو ستونزې هوارې او شمېر به يې زيات کړي.

 د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي نن (د مرغومي ١٢مه) کونړ ته د سفر پر مهال په يوه غونډه کې وويل، کونړ له دې سره چې يو سرحدي ولايت دى او د ناامنۍ پېښې په کې زياتې دي، تر ډېره يې پوليس په مخنيوي کې بريالي دي.

 د هغه په وينا، د ماڼوګي ولسوالۍ امنيتي حالت، چې تېر کال ترې بهرني ځواکونه وتلي، د ډاډ وړ دى او دا څرګندوي، چې افغان امنيتي ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي دي.

 نوموړي وويل، چې ډېر ژر به د دې ولايت د پوليسو پرمخ پرتې ستونزې هوارې کړي او دوى به په ښو وسلو او پرمختللو وسلو سمبال کړي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، په غونډه کې د کورنيو چارو له وزير څخه په دې ولايت کې د ملي او سرحدي پوليسو د زياتولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې پوليس اوس تر ډېره د دې وړتيا لري، چې د هر راز ناامنيو مخه ونيسي.

 د کورنيو چارو وزير د دې ولايت يو شمېر پوليسو او افسرانو ته، چې په دې ورستيو کې يې د ځانمرګو بريدونو او وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه نيولې وه، د ملي پوليسو افتخاري نښان او ستاينليکونه ورکړل.

 کونړ د هېواد په ختيځ کې سرحدي ولايت دى، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره دوه سوه شپېته کيلومټره اوږده پوله لري او ډېرى وخت د پولې له هغې غاړې وسله وال مخالفين ترې رااوړي او پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه ترسره کوي.

 

Related Topics