Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو له عوايدو د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوه

د کانونو له عوايدو د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوه

author avatar
5 Jan 2012 - 12:06
د کانونو له عوايدو د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوه
author avatar
5 Jan 2012 - 12:06

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د افغانستان د کانونو له عوايدو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.

 

دا څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د مرغومي په ١١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او ويې ويل، چې دغه تګلاره د ولسمشر په سپارښتنه د کانونو او ماليې وزارتونو په ګډو هڅو جوړه شوې ده.

 

 د هغه په وينا، د دې تګلارې له مخې به د کانونو د عوايدو ٤٢ سلنه برخه به پر بنسټيزو پروژو، ٢٠ سلنه پر ښوونې او روزنې، ٧،٥ سلنه پر روغتيايي برخې، پنځه سلنه د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره او څه باندې ٢٥ سلنه به د افغانستان بانک له پانګې د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

 

هغه زياته کړه: ((دا چې کانونه يو ځل و ايستل شي، بيا نور له سره نه نوي کېږي، نه غواړو چې عوايد يې بې ځايه او په داسې کارونو ولګول شي، چې دوام لرونکې ګټه ونه لري.))

 

د ده په وينا، په پام کې ده، چې دغه تګلاره په راتلونکي مالي کال کې پلې شي.

 

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس هم دغه تګلاره ګټوره وبلله او ويې ويل، چې دغه تګلاره اړتياوو ته په پام سره په ډېر دقت جوړه شوې ده.

 

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې دولت د کانونو له لارې ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالر او ٤،٦ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې ډېره برخه يې د عينک د مسو او لږ يې د ډبرو د سکرو او قيمتي ډبرو له کانونو څخه دي.

د عينک د مسو په کان کې ١٢ ميليونه ټنه مس اټکل شوي دي.

په لوګر کې د عينک د مسو کان د استخراج او اکتشاف تړون په ١٣٨٧ کال کې د (ام. سي. سي) په نوم له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسليک شوى او دغه مهال د دې پروژې پر بنسټيزو چارو کار روان دى.

د کانونو وزارت وايي، چې په ١٣٩٢يم کال کې به د دغه کان استخراج پيل او په ١٣٩٥ کال کې به افغانستان له دغه کان څخه د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت د مسو صادرات ولري.

 

دغه راز د کانونو وزارت تېره اونۍ (د امو سيند نفتي حوزې) د نفتو د استخراج او اکتشاف تړون هم د چين د نفتو له ملي شرکت سره لاسليک کړ او ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال تر پايه له دې حوزې څخه، چې ٨٧ ميليون بېرله نفت په کې اټکل شوي دي، استخراج پيل شي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، چې د ١٣٩١ کال په لومړيو کې (د افغان تاجک) د نفتي حوزې څلور بلاکونه او په ١٣٩١ کال کې په هرات کې د (تيرپل) په نوم د نفتو حوزه داوطلبۍ ته وړاندې او تر ١٣٩٣ کال پورې په دغو دوو نفتي حوزو کې استخراج هم عملاً پيل شي.

سرچينه زياتوي، چې د يادو درېيو حوزو د نفتو په استخراج سره به تر ١٣٩٤ کال پورې د افغانستان د تېلو اړتيا له کورنيو توليداتو پوره شي او تر څنګ به يې د پام وړ د نفتو صادرات هم ولري.

د کانونو وزير وايي، په پام کې ده، چې تر دې وروسته په هرات کې د کشکه نفتي حوزه، د کټواز نفتي حوزه او د هلمند نفتي حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مهال افغانستان په کال کې څه باندې ٣ ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري او خپله دغه اړتيا له بهرنيو هېوادونو پوره کوي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې د کانونو د استخراج او اکتشاف لپاره هڅې روانې دي او کېداى شي افغانستان په ٢٠٢٣ ميلادي کال کې د کانونو له لارې ٧ ميليارد ډالره (شاوخوا ٣٤٣ مليارده افغانۍ) عايد ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د دولت ټول عوايد شاوخوا ٨٠،٣ ميليارده افغانۍ و او د روان کال په لومړيو نهه مياشتو کې ٧١،٤ ميليارده افغانۍ شوي دي.

دغه مهال د افغانستان ټوله انکشافي بودجه او ٤٠ سلنه عادي بودجه له بهرنيو مرستو تمويليږي.

Views: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.