ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني احمدزى : راتلونکي درې کلونه به د پنځو نسلونو راتلونکى وټاکي

اشرف غني احمدزى : راتلونکي درې کلونه به د پنځو نسلونو راتلونکى وټاکي

author avatar
8 Jan 2012 - 12:32
اشرف غني احمدزى : راتلونکي درې کلونه به د پنځو نسلونو راتلونکى وټاکي
author avatar
8 Jan 2012 - 12:32

جلال اباد (پژواک ١٨ مرغومى ٩٠) : افغان ځواکونو ته د امنيت دلېږد بهير مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي ، چې راتلونکي درې کلونه به د پنځو نسلونو راتلونکى وټاکي.

نوموړي دغه څرګندونې جلال اباد ته د سفر پر مهال تېره ورځ ناوخته د ننګرهار له مدني ټولنو او ژورنالېستانو سره په يوه ناسته کې وکړې.

احمدزي زياته کړه چې دى ننګرهار ته له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د بهير د چمتووالي په موخه راغلى دى.

نوموړي وويل چې ٢٠١٤ زېږديز کال به د ملي بقا کال وي.

د هغه په وينا، راتلونکي درې کلونه ، چې د لېږد بهير پکې پلى کيږي، په هېواد کې به د پنځو نسلونو راتلونکى وټاکه.

ده زياته کړه : (( په دې کلونو کې به افغان ملي ځواکونه په وسلو مجهز ، پخپلو پښو ودرېږي او د ملي ګټو لپاره به ډېر کارونه وشي.))

نوموړى وايي چې د هېواد په شمال او سوېل کې وسلوال ملي ځواکونه پياوړي شوي، خو له امنيتي پلوه ختيځ ولايتونه يې دې ولايتونو نا امنه وبلل .

ډاکټر احمدزي بيا هم ډاډ څرګند کړ ، چې د روانې مياشتې په اوږدو کې افغان دولت ددې وړتيا لري ، چې د جلال اباد ښار او څلورو ولسواليو (بهسود،سره رود،کامې،ښېوې) چارې سمبال کړي.

د لېږد د پروسې مشر وويل چې د واک لېږدونه به په امنيت کې ترسره شي او په همدې موخه يې له سيلاب قول اردو،ملي امنيت او سرحدي پوليسو قوماندانيو څخه ليدنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د راتلونکي وري مياشتې تر پايه به د هېواد له ټولو ولايتونو ليدنه وکړي .

د هغه په وينا، د ټولو ولاياتو ٧٠ سلنه ستونزې يو ډول دي.

د لېږد د پروسې مشر وويل چې د هېواد ٣٠ کلونه په جګړو کې تېر شوي او د وګړو نظر تل منفي وي ، هغه غوښتنه وکړه چې د حل لارې بايد په ملي کچه تشريح کړل شي.

نوموړي زياته کړه : ((ولاياتو ته زما د سفر اصلي موخه له ستونزو او لاسته راوړنو خبرېدل او بيا يې ولسمشر ته راپور ورکول دي.))

ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل چې په هېواد کې ستره ستونزه بې کاري ده ، تېر لس کلونه د نړيوالو په خيراتونو تېر شول او دې ته هېڅکله د اقتصادي پرمختګ نوم نه شي ورکول کېداى.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې که په ننګرهار  کې د کرنې په برخه کې ښه کار وشي، نو کولاى شي چې ټول هېواد ته ډوډۍ ورکړي.

د مدني ټولنو په استازيتوب ډاکټر خوشال تسل او نجيب الله صاحبزاده او د ژورنالېستانو په استازيتوب د پژواک خبريال عبدالمعيدهاشمي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته په دې سيمه کې  د انسان  تښتونې، زورواکو،ځمکو غصب، غير مسوولو وسلوالو،اداري فساد،ننګرهار کانال او رسنيو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو راپورونه وړاندې کړل.

ډاکټر اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه چې ولسمشر ته به دغه ستونزه ورسوي.

نوموړي وېره څرګنده کړه ، ترڅو چې جومات او دولت په يو صف کې ونه دريږي ستونزې نه هواريږي.

د يادونې ده ، چې د سلواغې په ٦ مه به د ننګرهار د څلورو ولسواليو او جلال اباد ښار امنيتي واک افغان ځواکونو ته وليږدول شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.