ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې پنځه عام وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول

په کونړ کې پنځه عام وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
18 Jan 2012 - 17:55
په کونړ کې پنځه عام وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
18 Jan 2012 - 17:55

اسعد اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د کونړ والي وايي چې د ايساف او افغان کومانډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه عام وګړي او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات د ايساف او افغان ځواکونو له خوا دوه ورځې مخکې، د څوکۍ په دېوه ګل سيمه کې پيل شوي وو او پرون پاى ته ورسېدل.

 هغه زياته کړه، چې د دې عملياتو په ترڅ کې پنځه ملکي وګړي او دوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

 د والي په وينا، په وژل شويو ملکي وګړيو کې دوه ماشومان او يوه ښځه شامله ده.

 د څوکۍ ولسوالۍ د پرمختيايې شورا مشر ممتاز چمبيلى بيا وايي، چې په دغو عملياتو کې نهه کسان وژل شوي، چې دوه يې طالبان او اووه نور يې ملکي خلک دي.

 د نوموړي په وينا، په ګډو عملياتو کې څلور تنه وژل شوي ملکي وګړي د يوې  کورنۍ  غړي دي.

 د چمبيلي په وينا، په وژل شويو طالبانو کې يې يو د طالبانو د يوه قوماندان ملا بصير ورور دى، چې تېر کال يې د للينډا نارګرو په نوم يوه بهرنۍ مېرمنه يې تښتولې وه.

 بل خوا په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دا خبره ردوي، چې ګواکې په دې عملياتو کې عام وګړي وژل شوي دي.

 په ختيځ کي د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل په سيمه کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

 د وسلوالو طالبانو په وېبپاڼه کې راغلي، چې د څوکۍ د تېرې شپې په عملياتو کې شپږ کورني سرتېري او پنځه طالبان وژل شوي دي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.