ميدان ښار ( پژواک، ٢٩ مرغومي ٩٠ ) : په ميدان وردګو ولايت کې د کوچيانو چارو د سمون د امريت ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي وویل چې قومونه او قبیلې د پېژندنې تر بریده دي او د ژوند اوسېدو معیارونه یې فرق لري ، نو کوچیانو او مالداري د هېواد د ملا تیر حثیت لري چې دانسانانو ټولنیز ژوند اړتیاوې ان تر خوراک او څښاک پورې ټولې په همدوي .
والي زياته کړه : (( نوموړې ودانۍ دکوچیانو ټولې ستونزې نشې حلولی، بلکې هغه څه چې اړین دي کوچیان باید په خپلو زامنو او لونو زده کړې وکړي ترڅو دعلم او پوهې له لارې د دوى په ژوند کې دپام وړ ښوالی رامنځته شي .
فدايي ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې به دکوچیانو منځني ښوونځي لیسه کړي او دکوچیانو دمالدارۍ دپیاوړتیا په موخه به دمالونو دخرڅلاو بازار او د نوموړو مالونو دشیدو راټولو مرکز به د پروسیس په مرکز بدل کړي .
وروسته ددې ولايت د کوچيانو د سمون د چارو مشر عزت الله احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د کوچيانو د رياست د پراختيايي بوديجې د شاوخوا ١٦٥ زره ډالرو په لګښت جوړه شوه.
هغه زياته کړه، چې دا ودانۍ ١٥ خونې لري او په يو نيم جريب ځمکه کې جوړه شوې ده.
دده په وينا، کوچيان په ټول هيواد کې په رسمي ډول تراوسه ٣٩ ثابت ښوونځي لري، چې په ميدان وردګو ولايت کې يواځې يو منځنى ښوونځى لري.
د ميدان وردګو د ولایتي شورا ريیس محمد حضرت جانان د خبرو پرمهال په مرکزي حکومت نیوکه وکړه چې په هزاره جاتو کې د کوچیانو د شتمنیو او حقونو دحل په موخه یې د ستونزو اساسي حل لارې چارې ندي لټولي او یوازې نوموړې موضوع سره سیاسي او سلیقوي چلندونه شوي .
نوموړي وویل چې تراوسه د نړیوالې ټولنې او حکومت لخوا داسې پروګرامونه په لاره نه دي اچول شوي چې د کوچیانو د محرومیت ستونزې حل شي.
د کوچیانو په استازیتوب خان زمان کوچي د ولایت مقام لخوا د کوچیانو د ستونزو حل په موخه اخیستل شوي ګامونه ګټور وبلل ، خو نوموړې په ځینو سیاسي کړیو نیوکه وکړه چې دکوچیانو دځړځایونه او دکلونو کلونو جایدادونواو مېنو ته چې د دوى شتمنۍ دي نه پرېښودل کیږي او له حکومت څخه یې د نوموړې موضوع د جدي حل غوښتنه وکړه.
د يادونې ده چې تېره ورځ هم ددغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ٤٠ښوونځيو د ودانيو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP