چاريکار (پژواک،٣سلواغه ٩٠): د سالنګ لويه لار، چې تېره شپه په سوېلي او شمالي سالنګ کې د زياتې واورې د اورېدو او شديد توپان له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه،نن سهار له دواړو لورو د مساپروړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوه.
دا مطلب د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال رجب د سلواغې په ٣مه پژواک ته بيان کړ.
رجب زياته کړه،چې په سالنګونو کې د واورې اورېدل او توپان اوس نشته او د هغوى کارکوونکو وکولى شول،چې له لسو ساعتونو څخه وروسته د سالنګ لويه لاره پرانيزي.
دا لويه لاره ، چې مرکز(کابل)له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي،تېره شپه په شمالي او سوېلي سالنګونو کې د سختې واورې او طوپان له امله تړل شوې وه،خو نن سهار مهال د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه.
د رجب په وينا، لسګونه مساپروړونکي موټر،چې د سالنګونو دواړه لورو ته ولاړ و،دمګړۍ د سالنګ له لويې لارې څخه د تېرېدو په حال کې دي.
سرچېنې څرګنده کړه،چې ددې موټرو له تېرېدو وروسته به باروړونکو موټرو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
همدارنګه د جبل السراج ښارګوټي د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک ته وويل،چې د جبل السراج ولسوالۍ د تاجيکانو په سېمه کې لسګونه موټر درول شوي و.
د هغه په وينا، نن سهار په اوو بجو ټولو مساپروړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه او ډير ژر به باروړونکو موټرو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
د ژمي په موسم کې په سالنګونو کې تل د توپانو او واورې د ښويېدو له امله ستونزې رامنځته کېږې،چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
د ١٣٨٨کال د سلواغې په ١٩مه په سوېلي سالنګ کې د واورې د ښويېدو او سختو توپانونو له امله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥نور ټپيان شوي و.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن