ميدان ښار (پژواک ٣ سلواغه ٩٠): ايساف ځواکونه وايي، چې د ميدان وردګو لپاره د وسلوالو طالبانو قاضي يې د عملياتو پر مهال له يو شمېر ملګرو سره وژلى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه د سلواغې په ٣ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وړمه ورځ د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسلوالو طالبانو د يو قوماندان پر ضد عمليات ترسره کول، چې له يو شمېر وسلوالو سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، وسلوال په يوه موټر کې له دوى سره نږدې تېريدل ، دوه کسان يې له موټر څخه ښکته شول او غوښتل يې چې پر ګډو ځواکونو ډزې وکړي، خو دوى پرې وړاندې شول او د فريد په نوم د طالبانو د قاضي په ګډون يې يو شمېر وسلوال ووژل.
خبرپاڼه وايي، چې په دې نښته کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى او له وسلوالو طالبانو څخه يو شمېر وسلې، لاسي بمونه او مهمات هم د دوى لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فريد په نوم وژل شوي تن د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې په بريدونو او د سړک د غاړې د ماينونو په خښولو کې هم لاس درلود.
د سيد اباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم پژواک اژانس ته وويل، چې وړمه ورځ د سيداباد ولسوالۍ په بډاډک کلي کې ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړل او د فريد په نوم د طالبانو يو قاضي او څلور نور وسلوال يې ووژل.
د هغه په وينا، په وژل شويو کې کسان يو د طالبانو سيمه ييز قوماندان هم موجود و، چې د کندهار ولايت اوسېدونکى و.
د ٢٠٣ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وړمه ورځ ګډو ځواکونو د سيداباد ولسوالۍ اړوند په توده چينه او بډاډک سيمو کې د عملياتو پرمهال د ملا فريد عثماني په نوم يو وسلوال له پنځو ملګرو سره وژلى او يو شمېر وسلې هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د سرچينې په وينا، په وسلو کې، ٤ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او يو ميل د ار پي جي راکټ شامل دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP