کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): که څه هم د کابل نن چاپ ورځپاڼو د تل په شان بېلابېل موضوعات څېړلې، خو بيا هم له ځينو ځواکمنو هېوادونو سره د ستراتيژيکو او اوږدمهاله همکاريو د تړونونو لاسليک د تېرې ورځې په شان نن هم د ډېرو ورځپاڼو د بحث ګرمه موضوع ده.
د وحدت، ملي آرمان او هشت صبح غير دولتي ورځپانو نن بيا له بهرنيو هېوادونو سره د ستراتيژيکو اړيکو تړونونو موضوع ته کتنه کړې او هرې ورځپاڼې له خپل ليد څخه دا موضوع څېړلې ده.
د وحدت ورځپاڼه، چې د محمدمحقق تر مشرۍ لاندې د وحدت ګوند له خوا خپرېږي، په دغه اند ده، چې سږ کال د افغانستان لپاره د ستراتيژيکو تړونونو فصل دى، خو د ورځپاڼې په خبره، د دغه فصل د سلامتيا او د هغه د مېوې د پخوالي په اړه نه شو کولاى تر اوسه ډاډه و اوسو.
ورځپاڼه وړاندې بيا په تېرو څو کلونو کې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان د دا ډول تړونونو له نه عملي کېدو او د کاغذ پر مخ له پاتې کېدو څخه شکايت لري، او په دې اند ده، نه ښايې، چې د افغانستان ملي ګټي، ځمکنۍ بشپړتيا د دې ډول تړونونو قرباني شي او همدارنگه ورځپاڼه په دغه باور ده، چې نه ښايې دغه ډول تړونونه ګاونډيو هېوادونو ته يو ګواښ وګڼل شي.
د ملي آرمان ورځپاڼه هم دې ته ورته نظر لري او په دې اند ده، چې د افغانستان او څو نورو ځواکمنو هېوادونو تر مينځ لاسليک شوي تړونونه بايد د پلي کېدو او د ورځپاڼې په خبره، اجرايي ضمانت ولري.
ملي آرمان هم د وحدت ورځپاڼې په شان په دې اند ده، چې دا ډول تړونونه بايد يوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او د ورځپاڼې په خبره، افغان ولس د دغو تړونونو د پلي کېدو او اجرا غوښتونکى دى.
د هشت صبح ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او دغه لاسليک شوي تړونونه له مادي او معنوي اړخه د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼي.
هشت صبح په دې نظر ده، چې دغه ډول تړونونه کولاى شي، څو د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي، چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د نړيوالو د پاملرنې له مرکزيت څخه ونه وځي، خو له دې سره سره ورڅپاڼه له افغان دولت نه هم هيله لري، چې له دغه ډول تړونونو څخه د لا زياتې ګټې اخيستنې په موخه د هېواد په اداري چوکاټ کې رڼه، ځواکمن او د لوړ ظرفيت درلودونکي بنسټونه جوړ او هغه پياوړي کړي.
د ملي باور ورځپاڼې بيا د افغانستان د سولې د روان بهير په اړه ليکنه کړې او د ځينو پخوانيو طالب چارواکو هغه خبرو ته په اشارې سره، چې ويلي يې وو، طالبان نور نه غواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، ليکي، چې کاشکي طالبانو دغه کار لس کاله وړاندې کړى واى.
ملي باور ورځپاڼه اوسنى حالت هم غنيمت ګڼي او په دې اند ده، چې طالبان او د دولت نور وسلوال مخالفين بايد له دغه چانس نه په ګټې اخيستنې سره، له دولت سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
خو ماندګار ورځپاڼه بيا د ملي باور پر عکس، افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د مشرتابه لپاره د بشپړ واک او صلاحيت درلودونکى نه ګڼي.
ماندگار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره ليکي، چې د افغان سولې د بهير په اړه د امريکا او ځيني اروپايې هېوادونو تر مينځ د پوره همغږۍ نه شتون، د سولې د پروسې په مخ کې يو لوى خنډ ګڼل کېداى شي.
دا ورځپاڼه وړاندې همدغه شان د امريکا او افغان حکومت تر مينځ د همغږۍ نه شتون، د ملګرو ملتونو سازمان، نړيوالې ټولنې او د ورځپاڼې په خبره د افغانستان د مطرح سياسي جريانونو تر منځ د سولې او روغې جوړې د بهير په اړه د همغږۍ نه شتون ته ګوته نيسي او وايي، چې دا هم د سولې پروسه ټکنۍ کولاى شي.
دولتي ورځپاڼو انيس او اصلاح دواړو له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواک ته دامنيتي مسؤوليتونو د لېږد پر پروسه ليکنې کړې او د دې پروسې برياوې يې ستايلې دي.
دا دواړه دولتي ورځپاڼې په دې اند دي، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په پروسه کې برياوې په افغانستان کې د سولې او هوساينې ضمانت کوي.
غير دولتي ورځپاڼه سرنوشت هم همدې موضوع ته اشاره کړې او له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو لېږد به په افغانستان کې د جګړې د دوام بهانې ختمې کړې.
سرنوشت په دې اند ده، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د جګړې د ختمولو لپاره په کار ده چې د جګړې لاملونه له منځه يوړل شي او د ورځپاڼې په خبره، په دغو لاملونو کې يو هم په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون دى.
ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د امريکا د دفاعي بوديجې کمښت، خو په آسيا او منځني ختيځ کې د دې بوديجې زياتوالي ته اشاره کوي او په دې نظر ده، امريكا چې د خپلې راتلونكې پوځي ستراتيژۍ په اړه كوم اعلان كړى، افغانستان په هغه سيمه كې راځي، چې د دوى د پوځي او سياسي تمركز ساحه ګڼل کېږي او د ورځپاڼې په خبره امريکا د همدغو موخو لپاره په افغانستان کې دايمي پوځي اډې غواړي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي، كه دا منو چې په راتلونكو لسيزو كې د امريكا سياسي او پوځي پام ټول آسيا، په تېره منځنۍ آسيا او منځني ختيځ ته اوښتى او همدغه ساحه به يې د سياسي او پوځي اقداماتو محور وي، بيا خو په افغانستان كې پوځي اډې يو ځانګړى ارزښت لري او افغان چارواكي بايد د همدغه ارزښت او خطرناكتوب په رڼا كې په دې اړه پرېكړه وكړي.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP