ميدان ښار (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): په ميدان وردګو کې يوه پوليس سرتېري درې نور پوليس وژلي او د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون شپږ طالبان نيول شوي دي.
د نرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي د سلواغې په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو سيمه کې د پوليسو په يوه پوسته کې درې پوليس د يو پوليس له لوري وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په ياده پوسته کې څلورو پوليسو دنده ترسره کوله، چې يوه يې په درېيو نورو ډزې کړې او وژلي يې دي.
نوموړي وويل، چې وژونکى پوليس له سيمې تښتېدلى، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
امنيتي چارواکو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په سيداباد او نرخ ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د وسلوالو طالبانو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون څلور تنه نيول شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې تېره شپه د عملياتو پر مهال د عيدمحمد په نوم د طالبانو يو قوماندان له څلورو ملګرو سره نيول شوى دى.
شاهد زياته کړه، چې دغه راز تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په توکرک سيمه کې هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملا ابراهيم په نوم د وسلوالو يو قوماندان نيول شوى دى.
نوموړي وويل، چې عيد محمد او ملا ابراهيم په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې په وسلوالو بريدونو او د ماينونو خښوولو کې لاس درلود.
د ده په خبره، د دواړو عملياتو پر مهال وسلواله نښته نه ده رامنځ ته شوي او نور چا ته هم په کې زيان نه دى اوښتى.
د والي وياند وايي، چې د عملياتو پر مهال له نيول شوو کسانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP