جلال اباد، اسعد اباد (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې هم زرګونو زده کوونکو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د کانکور په ازموينه برخه کې برخه واخيسته.
د لوړو زده کړو له وزارت څخه ننګرهار ته د راغلي پلاوي مشر سيد حضرت مجيد د سلواغې په ٩مه، جلال اباد کې د کانکور د ازموينې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور له ګډونوالو څخه به ازموينه په شفاف ډول ترسره شي.
نوموړي زياته کړه، د کانکور له لارې به هغه فارغان پوهنتونو ته جذب کړي، چې د استعداد پر مټ يې پوښتنو ته ځوابونه ليکلي وي.
هغه وايي چې د ازموينې پوښتنې تر کانکور وړاندې، هېچا نه دي ليدلي او په کلک امنيتي څار کې ساتل شوې وې.
نوموړي زياته کړه، په کانکور کې ٦٠١٨ جديد الشمول، ٣٣٣٨ تنه خارج مرز او متفرفه، ١٧١ د اسلامي زده کړو فارغان برخه لري.
مجيد وويل، چې له کانکور ورکوونکو څخه به ٢٠٩٠ تنه د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته جذب کړى شي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر صابر مومند پژواک ته وويل، چې د تېر کال په پرتله سږکال د کانکور د ګډونوالو شمېره ٢١٣٣ تنه زياته ده.
هغه زياته کړه، چې په سږني کانکور کې له هلکانو سربېره ٧٠٠ نجونې هم کانکور ازموينه ورکوي، چې په وينا يې د ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ په مرسته يې بشپړ امنيتي تدابير نيولي او د هر چا لپاره د ازموينې ورکولو ډګر جلا شوى دى.
د پېښور له رحمان بابا لېسې څخه د دولسم ټولګي فارغ او د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي فضل هادي پژواک ته وويل، چې د کانکور ازموينه په ښه توګه پر مخ روانه ده.
خو نوموړي نيوکه وکړه، چې په ننګرهار کې د کانکور ازموينې اخيستلو څخه وړاندې د پېښور د دولسمو ټولګيو فارغانو ته د رسنيو له لارې خبر نه ورکول کېږي، چې څه وخت د کانکور کارتونه ترلاسه او ازموينه ورکړي.
د ولايتي شورا منشي لال محمد دراني پژواک ته وويل، چې تېر کال د لوړو زده کړو وزارت له ننګرهار سره د مور او ميرې چلند کړى و، چې د تعليمي کال له پاى ته رسېدو وړاندې يې ازموينه اخيستې وه.
نوموړي وويل: ((موږ د کانکور نتيجو ته ګورو، که د تېر کال په شان چلند راسره وشو، لاريونونه به پيل کړو.))
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال ١١ پوهنځي لري، چې په سږني کانکور کې د لومړي ځل لپاره ژورنالېزم ته هم فارغان جذبوي.
دغه راز نن د کونړ پوهنتون د څلورو پوهنځيو لپاره هم نږدې درېيو زرو زده کوونکو د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته.
له کابل څخه د راغلي پلاوي مشر محمد زبير کاموال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې ٢٨٠٠ کسانو په کانکور کې ګډون کړى وو، چې ١١٥ يې نجونې دي.
د ليلما په نوم د ناړۍ ولسوالۍ يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل، چې دوى په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې زده کړې دي او له مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې نجونو ته د لوړو زده کړو لپاره ډېر چانس ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا دويم کال و، چې په کونړ کې د کانکور ازموينه اخيستل کېږي. د کونړ پوهنتون چې تېر کال جوړ شوى، د ښوونې او روزنې، کرنې او شرعياتو پوهنځي لري او سږ کال په کې د کمپيوټر ساينس پوهنځى هم فعال شوى دى.