Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
30 Jan 2012 - 12:12
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
30 Jan 2012 - 12:12

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ د رسمي خبر اترو پر پيل او په دغه هېواد کې د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو په اړه ليکنې کړې دي.

د سرنوشت، ماندگار، ويسا، ملي آرمان، محور او هېواد ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې، په قطر هېواد کې د امريکا او طالبانو تر منځ پر خبرو اترو او په دې اړه پر بېلابېلو دريځونو ليکنې کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼه په امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې خپاره شوي خبر ته اشاره لري، چې ليکلي يې و، په قطر هېواد کې د طالبانو دفتر فعال دى او د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې دي.

سرنوشت ورځپاڼه ليکي، اړينه ده، چې له سره افغان دولت په دغه بهير کې شامل واى؛ ځکه ستونزه افغاني ده او حل لاره يې هم بايد افغاني وي او د ورځپاڼې په خبره، شکونه هغه وخت را پيدا کېږي، چې افغاني ستونزه به له افغان حکومت پرته څه ډول هواره شي؟

ورځپاڼه، دغه راز په دغه باور ده، چې که افغان دولت دسولې په دې پروسه کې شامل نه شي، نو دا بيا د افغانستان په خير نه، بلکې د طالب مشرانو او امريکايي لابيانو په ګټه ده.

همدارنګه د ماندګار ورځپاڼې هم په ورته موضوع ليکنه کړې او د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کې يې د خپاره شوي خبر په څېړلو سره ويلي، چې په قطر کې دا ډول خبرې اترې وروسته له هغه پيل شوې دي، چې پاکستان په څرګنده توګه په کې شريک کړاى شوى دى.

د ماندګار ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې که چېرې امريکا له پاکستان سره په ګډه، پاکستان ته د افغانستان د اجاره ورکونې پر سر په قطر کې خبرې اترې کوي، نو دا به د ورځپاڼې په خبره افغانستان او سيمي ته يو نوى ناورين او بحران راولي.

ويسا ورځپاڼې هم د امريکا او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې له بل اړخ نه څېړلې او په دې اند ده، چې په افغانستان کې د وژنو د لړۍ دوام د سولې پر پروسه د افغان ولس د بې باورۍ په معنى ده.

ورځپاڼه د دې بې باورۍ تر ټولو ستر لامل او د دې پروسې د بې معنى توب تر ټولو روښانه دليل دا ګڼي چې د عام ولس پر سر مسلط مرګونه دوام لري او د ورځپاڼې په خبره، زموږ پر كليو او كورونو د شپې چاپې روانې دي او د بې ګناه ولس په منځ كې ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې ترسره کېږي.

د ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې پر پروسې ليکنه کړې او په دې نظر ده، چې د سولې د دغو خبرو اترو له بهير څخه د افغان حکومت لرې ساتل، په دې پروسه کې د امريکا دوه مخي ښيي.

ملي ارمان ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د افغان سولې په روان بهير کې د افغانستان د تېرو لسو کلونو د لاس ته راوړنو د ساتنې غوښتونکې ده، وړاندې ليکي، چې افغان حکومت او خلکو په تېرو لسو کلونو کې يو شمېر لاسته راوړنې درلودلې دي او که چېرې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې له يو اړخيزې معاملې سره دوام مومي، په حقيقت کې دا ټولې ګټي او ارزښتونه قربانې کېږي او ښکاره ده، چې افغان ولس به د هغې پر وړاندې بې تفاوته نه پاتې کېږي.

د محور ورځپاڼه هم د سولې د خبرو اترو بل اړخ ته ګوته نيسي او په دې اړه د افغان چارواکو هغه څرګندونې را اخلي، چې وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغان حکومت او طالبانو استازي په سعودي عربستان کې سره و ګوري او د سولې او خبرو اترو په لړ کې له تيت پرکو هڅو څخه سر ټکوي.

دا ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د افغان حکومت دغه ګام د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د بې باورۍ زېږنده ګڼي، په دې نظر ده، چې که افغان حکومت او نړيواله ټولنه په رښتيا هم د افغان کړکېچ د پاى ته رسولو هوډ لري، نو بايد د سولې لپاره په خپلو هلو ځلو کې همغږي پيدا کړي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې هم په قطر کې د سولې خبرو اترو ته اشاره کړې او په دې نظر ده، چې افغان حکومت په کور دننه د سولې له عالي شورا سره يو ځاى هڅې پيل کړې، تر څو وسلوال طالبان د سولې بهير ته را ګډ کړي او په نړيواله کچه امريکا په همدې موخه په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې پيل کړې دي.

خدمتګار او چراغ ورځپاڼو بيا د دولت پر اقتصادي سياست نيوکې کړ ې او د نن ورځې سرمقالې يې دې موضوع ته ځانګړې کړې دي.

خدمتګار ورځپاڼه د افغان دولت د اقتصادي سياستونو ناکامۍ څېړلې او په دې اند ده، چې افغان دولت بايد اقتصاد ته تر بل هر څه لومړيتوب وركړي، خو د ورځپاڼې په خبره، دې تګلارې ته تر اوسه كمه پاملرنه شوې ده.

ورځپاڼه وړاندې د افغان دولت د اقتصادي سياستونو د ناکامۍ لاملونه څېړلي او په دې اړه يې ډېر دليلونه او شواهد راوړي دي، چې په پاى کې ليکي، كه دغو ټولو ګواښونو ته وكتل شي، نو ليدل كېږي چې د هېواد اقتصادي سيستم د سياسي سيستم د ملاتړ وړتيا ورو ورو له لاسه وركوي او دولت ته په كار ده، چې د دغه تخريب او پاراډكس مخه ونيسي.

همدارنګه چراغ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې له نړيوالې ټولنې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان هغه غوښتنه څېړلې، چې د افغانستان تر اته ميليونه زياتو، جګړې او وچ کاليو ځپلو خلکو ته مرسته غواړي.

چراغ هم د خدمتګار ورځپاڼې په څېر افغان حکومت د اقتصادي سياست پر ناکامۍ ګرموي او په دې اند ده، چې په تېرو لسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې مرستې هم تر ډېره په ظاهري مسايلو ولاړې وې.

ورځپاڼه له نړېوالې ټولنې غواړي، ترڅو له افغانستان سره د اقتصادي بنسټونو په جوړولو کې مرسته وکړي او د ورځپاڼې په خبره، دغه کار هغه وخت شونى دى، چې افغان دولت هم له فقر او بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره ملي کړنلاره او ستراتيژي تياره کړي.

Views: 2

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.