Language

طالبانو د مولوى شفيع الله په بدل کې د خپلو بنديانو پرېښودو غوښتنه وکړه

اسعداباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): په کونړ کې يوه سيمه ييز طالب قوماندان د سولې د عالي شورا د تښتول شوي غړي په بدل کې د خپلو بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د نورستان ولايت اوسېدونکى او د سولې د عالي شورا غړى مولوي شفيع الله دوه ورځې مخکې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا تښتول شوى و.

که څه هم د وسلوالو طالبانو رسمي وياند ذبيح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يوه سييمز قوماندان د مولوي شفيع الله د تښتوونې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

دغه طالب قوماندان، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ١٠مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي شفيع الله شفيع او د هغه ملګرى دوى نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((څو پورې چې دولت په اسمار ولسوالۍ کې نيول شوي زموږ طالب بنديان خوشي نه کړي، مولوي شفيع الله به له دوى سره وي.))

په کونړ ولايت کې د سولې د ولايتى دفتر مشر مولوي محمدهاشم منيب وايي، چې مولوي شفيع الله تېره اونۍ کونړ ته راغلى و او له ځايي چارواکو سره يې وليدل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((مولوي شفيع زموږ دفتر ته هم راغلى و، خو له موږ سره يې خپل معلومات نه وو شريک کړي، چې د څه لپاره راغلى او له چا سره ګوري، کله چې تلو، نو له موږ څخه يې کمره هم واخيسته او ولاړو.))

د هغه په وينا، اوس يې له مولوي شفيع الله سره اړيکې پرې شوې او نه پوهېږي، چې هغه چېرته دى.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازى مولوي احمدالله موحد بيا د مولوي شفيع الله په تښتولو کې د کونړ ولايتي اداره او امنيتي چارواکي پړه ګني او زياتوي، چې د کونړ په چپه دره، ماڼوګي او اسمار ولسواليو کې د نورستان خلک نيول کېږي او ځايي اداره ترې بې خبره وي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ نه پوهېږو، چې د کونړ اداره ولې د نورستان په اړه بې خبره ده؟ مولوي شفيع الله د اسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوى او زموږ د معلوماتو له مخې، له اسماره نيولې تر کامدېشه پورې، په همدغو سيمو کې يې د سولې په برخه کې له چا سره اړيکه نيولې وه.))

خو د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري بيا وايي، چې دوى کونړ ته د مولوي شفيع الله له راتګ څخه هېڅ خبر نه دي او نه يې د خپل راتګ په اړه دوى ته معلومات ورکړي وو.