کابل ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ ډېرو نننيو ورځپاڼو د خپلو سرمقالو د ليکنو بنسټ د افغان سولې بهير او په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د خبرو اترو موضوع ته ځانګړى کړى او په دې اړه يې ليکنې کړې دي.
د شاخص، هشت صبح، سرنوشت، ملي آرمان، چراغ، ملي باور ا وهېواد ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې په همدې اړه ليکنې کړې دي او دا موضوع يې له خپلو ليد لوريو څېړلې ده.
د شاخص ورځپاڼې، چې په دې وروستيو کې يې خپرونې پيل کړې، په دې اړه ليکلي دي، چې عربستان او نورو عربي هېوادونو د جهاد په کلونو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې، خو د جهاد تر کلونو وروسته د ورځپاڼې په خبره، دغو هېوادونو تر ډېره افغانستان ته فرقه يې جګړې، بنسټ پالنه او افراط ګرايي صادره کړې او هغه يې پياوړې کړې ده.
دغه ورځپاڼه همدارنګه سعودي عربستان د طالبانو د ډلې په جوړولو او همدارنګه وروسته بيا د هغوى د حکومت په رسميت پېژندلو ګرم ګڼلى او په دې نظر ده، چې سعودي عربستان يو له هغه دريو هېوادو څخه دى، چې په پاکستان کې يې د طالبانو د ډلې په جوړولو او بيا وروسته افغانستان ته د هغې په را استولو کې ونډه درلوده.
شاخص ورځپاڼې دا هم ليکلي، چې که قطر د خبرو اترو کوربه وي يا سعودي عربستان، په اصلي قضيه کې خاص بدلون نه شي راوستلاى؛ ځکه د ورځپاڼې په ليکنه دا موضوع تر ډېره برېده له سيمې څخه د بهر ځواکونو په لوبه پورې تړلې ده.
د هشت صبح ورځپاڼه هم د سولې د خبرو اترو له نا څرګند برخليک څخه سر ټکوي او په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکي، چې د لازم مشروعيت له نه ترلاسه کولو سره سره د سولې د خبرو اترو لارې او د ترسره کېدو سيمې دومره پراخېږي، چې د ورځپاڼې په خبره، نه يواځې افغان ولس، ان چې د دغو خبرو اترو ترسره کوونکي يې هم له لار ورکۍ سره مخ کړي دي.
هشت صبح په دې اند ده، چې په دغو خبرو اترو کې د سعودي عربستان را ګډول، په حقيقت کې د پاکستان لپاره د پښې اېښودو د زمينې برابرول دي او ټېنګار لري، چې دغه ډول موازي خبرو اترو په پايله کې به له خبرو اترو څخه د يوې لازمې پايلې ترلاسه کول له منځه ولاړ شي او امريکا او افغان دولت به د طالبانو د اصلي مشرانو له پېژندنې محروم پاتې شي او په پاى کې به هم دغه ډول خبرې اترې کومې پايلې ته ونه رسېږي.
د ملي ارمان ورځپاڼه هم ورتې موضوع ته اشاره کوي او په دغه نظر کې له هشت صبح ورځپاڼې سره شريکه ده، چې په سعودي عربستان کې به د سولې خبرې اترې، دې پروسې ته د پاکستان پښه را اوږده کړي.
ملي ارمان په دغه نظر ده، چې افغانستان په وچې پورې د تړلي هېواد په توګه اړ دى، چې له خپلو نېکو او بدو ټولو ګاونډيانو سره وچلېږي او د هغوى لاسوهنې وزغمي، خو ليکي، چې د افغانستان خلک له اوسني وضعيت څخه په اندېښنه کې دي او منتظر دي، چې وګوري بالاخره په قطر يا رياض کې لوبه د چا په ګټه پر مخ ځي او له دغو ټولو پېښو او هڅو څخه به زموږ د خلکو نصيب څه وي؟
همدارنګه د چراغ ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکي، چې سعودي په عربي نړۍ کې د قطر په پرتله ډېر اغېز لري او له کابل سره د ښو اړيکو په درلودلو سره، د ورځپاڼې په خبره، د افغان دولت له ليد لوري څخه د افغانستان د سولې په پروسه کې د مداخلې تر ټولو ډېره وړتيا لري.
چراغ ورځپاڼه ليکي، چې افغان دولت هوډ کړى د قطر دفتر سعودي عربستان ته ولېږدوي، خو چراغ ورځپاڼه په دې اړه له شاخص ورځپاڼې سره ورته نظر لري او ليکي، چې څه په قطر کې څه، په رياض کې به هم د خبرو اترو واک د افغانانو په لاس کې نه وي.
د سرنوشت ورځپاڼه بيا په سعودي عربستان کې د خبرو اترو پيل په حقيقت کې داسې يو غبرګون ګڼي، چې د ورځپاڼې په نظر، په قطر کې د ګونګو هڅو په اړه ښودل شوى دى.
سرنوشت وړاندې ليکي، چې د افغان حکومت له پرله پسې غوښتنو او د امريکا له ژمنې سره سره لا هم د قطر په خبرو کې افغان دولت نه دى ورګډ شوى او لا هم د افغان دولت په ګډون افغانان نه پوهېږي، چې په قطر کې کېدونکې خبرې د څه لپاره دي؟
خو هېواد دولتي ورځپاڼه بيا د سرنوشت بر عکس ليکي، چې افغان دولت د قطر له خبرو اترو با خبره دى او د هېواد ورځپاڼې په خبره، د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له افغان دولت څخه د قطر د خبرو اترو په اړه خوښه واخيسته.
هېواد ورځپاڼه ليکي، څرنګه چې د وسلوالو مخالفينو پټنځايونه او مالي سرچينې له هېواده بهر شتون لري او له همدې امله د سولې په پروسه کې د پاکستان په څېر د ځينو هېوادونو را ګډول ضروري او اړين ګڼل کېږي.
د ملي باور ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د همدې موضوع په اړه ليکي، چې يوازې د ښکېلو لوريو تر منځ همغږي کولاى شي د سولې بهير تر برياليتوب پورې ورسوي او په دې نظر ده، چې افغان ولس سوله غواړي او که افغان دولت او نړيوال له وسلوالو مخالفينو سره په هر هېواد کې خبرې کوي، که قطر وي که سعودي عربستان، خو چې افغانستان ته يوه تل پاتې سوله راولي.
ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې په سعودي عربستان کې د سولې خبرې اترې به وسلوال مخالفين مجبور کړي، چې د سعودي عربستان د وړاندي کړي شوي شرط له مخې له نړيوالو ترهګرو شبکو سره خپلې اړيکې پرې کړي.
د ماندګار، وحدت، خدمتګار او افغانستان ورځپاڼو په خپلو نننيو سرمقالو کې بيا د ملي شورا چارې له بېلابېلو اړخونو څېړلې او پر هغې يې ليکنې کړې دي.
ماندګار ورځپاڼه ولسي جرګې ته له څو هېوادونو سره د ستراتيژيکو او اوږدمهاله همکاريو د لاسليک شوو سندونو وړاندې کول څېړلې دي او په دې نظر ده، چې ملي شورا له يوه ترسره شوي کار سره مخ کړاى شوه.
ماندګار ورځپاڼه په دې عقيده ده، چې حکومت تل غوښتي، څو ملي شورا او عدلي ارګانونه د يوې وسيلې په توګه وکاروي او پوښتي، چې ولې له هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه وړاندې تر دې، چې د لاسليک پړاو ته ورسېږي، د ملي شورا مطالعې ته وړاندې نه کړاى شول؟
د وحدت ورځپاڼه هم د ((بېکاره وزيران او بې ارادې پارلمان)) ترسرليک لاندې د ځينو وزارتونو له خوا د انکشافي بوديجې نه لګولو ته اشاره لري او د ولسي جرګې دې پرېکړې ته اشاره لري، چې غواړي دغه وزيران استيضاح يا بې باوره کړي.
ورځپاڼه ليکي، چې دغه لومړى ځل نه دى، تېر کلونه هم د ډېرو وزارتونو له خوا داسې کړنې ترسره شوې دي او د پارلمان له خوا د جدې پاملرنې وړ نه دي ګرځېدلې، نو ځکه د ورځپاڼې په خبره اوس هم نه شي کېداى د بېکاره وزيرانو پر وړاندې د پارلمان جدي غبرګون ته ډېر په تمه وو.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP