کابل ښار (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو نن خپل غټ سرټکي کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې حنا رباني کهر سفر ته ځانګړي کړي او ورځپاڼې تر ډېره په دې اند دي، چې د دغه سفر موخه د افغان سولې په بهير کې د پاکستان د له پامه غورځول شوې ونډې بيا را ژوندۍ کول دي.
د هشت صبح ورځپاڼې ((کابل ته دحنا ارمغان)) تر سرليک لاندې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې پاکستان د بن تر دويم کنفرانس وروسته داسې وانګېرله، چې په يو سياسي يوازېتوب کې ژوند کوي؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره، د بن په دويم کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون د هېڅ هېواد له اعتراض سره مخ نه شو.
دا ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې پاکستان د طالبانو د سياسي مشرانو په يرغمل کولو سره غوښتل، ترڅو له طالبانو سره په خبرو اترو کې محوري ونډه ولري، خو د ورځپاڼې په ليکنه، د هغه درز له امله چې د طالبانو په جبهه کې رامنځ ته شوى دى، په دې اړه د پاکستان ونډه کمزورې شوې ده.
ورځپاڼه د قطر په خبرو اترو کې پاکستان او افغانستان ته د نه پاملرنې موضوع او له دې امله د دواړو هېوادونو ګډې نا رضايتي ته په اشارې سره له دې اندېښنه لري، چې هسې نه افغان حکومت يو ځل بيا د پاکستان پر سياستونو تېروځي او د خپلو لوېديځو ملاتړو پر وړاندې يو سيمه ييز ايتلاف جوړ کړي.
د محور ورځپاڼه هم په همدې موضوع بحث کوي او په دې نظر ده، چې پاکستان له افغانستان سره د اړيکو تر خړ پړتيا وروسته ګام ړومبى کوي او خپله د بهرنيو چارو وزيره کابل ته را استوي، خو ورځپاڼه د دې ترڅنګ د دغه سفر وخت هم ډېر مهم ګڼي.
محور ليکي، چې تر اوسه عمومي باور او اټکل دا و، چې پاکستان پر طالبانو ډېره اغېزه لري او هر ډول خبرې اترې به د پاکستان له ګډون او خوښې پرته ناکامې وي، خو د ورځپاڼې په ليکنه، په قطر کې طالبانو ته د پاکستان له پوښتنې پرته د امريکا له خوا د دفتر پرانيستنې دغه ډول اټکلونه ناسم ثابت کړل.
د سرنوشت ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او په دې اند ده، چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه د پاکستان اندېښنو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره اړ اېسته، چې کابل ته راشي.
د سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې د امريکا له خوا د قطر هېواد د سولې په پروسه کې پاکستان ته له نه پاملرنې سره سره، په دغه پلان کې د کابل په نه شريکولو سره، پاکستان ته دا زمينه مساعده کړې، چې له هغه څه نه په ګټې اخيستنې سره، چې ورځپاڼه يې په خپله سرمقاله کې د ((کابل درد)) ګڼي، د امريکا دغه پلان وننګوي.
د افغانستان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د سولې په پروسه کې شتو ګونګتياوو ته ځانګړې کړې او په ضمن کې يې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې سفر هم څېړلى دى.
دغه ورځپاڼه په دې نظر ده، چې د نورو ډېرو مسايلو ترڅنګ، کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې سفر کېداى شي د افغانستان او پاکستان يوه داسې ګډه هڅه وي، ترڅو وکولاى شي له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د لوړ او ښه رول د ترلاسه کولو لپاره خپلې هلې ځلې همغږې کړي.
دولتي ورځپاڼې اصلاح هم د خپلې نن ګڼې سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او د دې نظريې په وړاندې کولو سره، چې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه، مسلمان او ګاونډي هېوادونه دي، دا هم وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې ډېر ترهګريز بريدونه د پاکستان له خاورې سمبال شوي دي.
اصلاح ورځپاڼه په دې اند ده، چې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې له دغه سفر څخه په استفادې سره بايد دواړه هېوادونه پر اساسي مسايلو، لکه له تروريزم سره مبارزه، د سولې پروسه او په هغې کې د پاکستان رغنده رول او د دوه اړخېزه اړيکو ښې کولو په څېر مسايلو خبرې اترې وکړي.
خو خدمتګار ورځپاڼه بيا د پاکستان د لومړي وزير هغو څرګندونو ته اشاره لري، چې د افغانستان د مشرانو جرګې له يوه پلاوي سره يې کړې وې او ويلي يې وو، چې پاکستان په افغانستان کې داسې سوله نه غواړي، چې د پاكستان لپاره ګواښ وي.
خدمتګار ورځپاڼه په دغه تحليل سره، چې پاكستان افغانستان ته د قطر د خبرو پر وړاندې له طالبانو سره په سعودي كې د خبرو د ور پرانيستلو ټټر وهلى او په دې توګه غواړي د سولې په خبرو کې درز پيدا کړي او ليکي، چې کابل ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزېرې سفر هم په همدې موخه ترسره کېږي.
د چراغ او ماندګار ورځپاڼو بيا کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې له سفر نه ها خوا، د افغان حکومت د کابينې د ځينو وزيرانو نا وړتيا او د هغوى په اړه د ولسي جرګې بحث ته اشاره کړې او هرې ورځپاڼې په دې اړه خپل دريځ وړاندې کړى دى.
چراغ ورځپاڼه د ولسي جرګې د دغه اقدام په اړه، هغه وزيران به استيضاح کړي، چې تېر کال يې خپله پرمختيايي بودجه نه ده لګولې، ليکنه کړې او په دې اند ده، چې يوازې دغه کار د حل لاره نه ده او د ورځپاڼې په خبره، بايد مسايل تر دې ډېر ژور او هر اړخيز وڅېړو، تر څو د کارونو اصلي نيمګړتياوې ترلاسه شي.
د ماندګار ورځپاڼې هم د ولسي جرګې همدغه پرېکړې ته اشاره کړې او په ضمن کې يې حکومت ولسي جرګې ته د وزيرانو د نه ورپېژندلو په مسله کې ګرم ګڼلى.
ماندګار ورځپاڼه، چې د حکومت د سياسي اپوزيسيون نظريات خپروي ليکي، چې په حکومتي ادارو کې د فساد جرړې پخې شوې او دغه موضوع د دې سبب کېږي، ترڅو د خلکو د برحقه غوښتنو د عملي کېدو په لاره کې هېڅ ډول کار ترسره نه شي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې په وزارتونو کې وزيران شته، خو د هغوى له کار کړنې او ځواب ورکونې څخه هېڅ څوک خبر نه دي.
Views: 5
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP