ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ دارالمعلمين د ليليې ودانۍ پرانيستل شوه

author avatar
1 Feb 2012 - 17:01
author avatar
1 Feb 2012 - 17:01

اسعداباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ کونړ ته د خپل سفر پرمهال د دې ولايت د عالي دارالمعلمين د ليليې د ودانۍ پرانيسته وکړه.

 په دې مراسمو کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د برخې مرستيال دکتور شفيق صميم او د کونړ ولايت د پوهنې رياست مسوولينو برخه اخيستې وه.

 دغه راز د پوهنې وزير په اسعداباد کې د يوې لېسې، چې ليليه به هم ولري او د لرې پرتو سيمو زده کوونکي به په کې زده کړه کوي، د بنسټ ډبره هم کېښوده.

 ډاکټر فاروق وردګ د ننګرهار په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د يوه سيمه ييز دارالعلوم د جوړولو اعلان هم وکړ.

 هغه زياته کړه، چې په دې دارالعلوم کې به د ختيځو ولايتونو ديني طالب العلمان په لوړ معيار خپلې ديني زده کړې پرمخ وړي او نور به دې ته نه اړ کېږي، چې نورو ګاونډيو هېوادونو ته د دينې زده کړو لپاره لاړ شي. 

 د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ خبريالانو ته وويل، چې د پاکستان حکومت له خوا يې سل کانټينره کتابونه، چې د نوي تعليمي کال لپاره چاپ شوي، په کراچۍ بندر کې له څو ورځو راهيسې درول شوي دي چې د دوى له خوا يې د خوشې کېدو هڅې دوام لري.

 د هغه په وينا، په راتلونکو درېيو کلونو کې به د کونړ هېڅ کلى بې ښوونځي نه وي او هېڅ ښوونځى به بې ودانۍ پاتې نه شي.

 د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د دارالمعلمين د ليليې ياده شوې ودانۍ د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د نشه يي توکو د وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

 هغه په دې ولايت کې پوهنيز بهير پياوړى وباله او زياته يې کړه، چې تراوسه په کونړ کې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا کوم ښوونځى او ښوونکى له ګواښ سره نه دى مخ شوى.

 د دې ولايت د پوهنې ريس سيدجمال الدين حسني وايي، چې د عالي دارالمعلمين ياده شوې ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شوې او شپېته خونې لري.

 د هغه په وينا، د تجربوي ښوونځي ودانۍ د امريکا متحده ايالاتو د پي ارټي ډلې له خوا د يو سل درې اتيازره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

  د يادونې ده چې په کونړ کې ٤٤٤ ښوونځي شته، چې له نيمايي زيات يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې پرمخ وړي، چې په دغو ښوونځيو کې يوسل دوه اويازره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې شپږ شپېته زره يې نجونې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.