Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
6 Feb 2012 - 11:59
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
6 Feb 2012 - 11:59

کابل ښار (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): نن بيا هم دکابل چاپ ډېرو ورځپاڼو د افغان سولې بهير موضوع د خپلو سرمقالو لپاره غوره کړې او هرې ورځپاڼې له خپل ليد لوري څخه د دې پروسې بېلابېل اړخونه څېړلې دي.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د دې پوښتنې په رابرسېره کولو سره، چې ولې له سولې څخه وېرېږي؟ د افغان کشالې ځيني ښکېل لوري يې ټکولي دي، چې د ورځپاڼې په خبره، وېرېږي چې په هېواد کې به د سولې د پروسې په ټينګښت سره هغه امتيازات له لاسه ورکړي، چې تر اوسه يې لاس ته راوړي دي.

دغه ورځپاڼه د هغو کسانو نظرونو ته، چې وايي،د سولې روانه پروسه د ملي وحدت او د هېواد له سلامتۍ سره سر نه خوري، ګوت نيونه کوي او وايي، چې سوله د افغانستان بېړنۍ اړتيا ده او د ورځپاڼې په خبره، که چېرې سوله هېواد ته را وګرځي، نو د هېواد د ګټو دښمنان به نور د دې مجال پيدا نه کړاى شي چې د هېواد شتمنۍ لوټ کړي.

د ويسا ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې افغان دولت بايد د سولې په ټولو خبرو اترو کې حضور ولري او د سولې په پروسه کې بايد د افغانستان ګټې په پام کې ونيول شي، نه د پرديو.

د ملي باور ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د يوه چارواکي هغو خبرو ته اشاره کړې، چې ويلي يې و، ايران د امريکا او طالبانو پر خبرو اترو شک لري.

ورځپاڼه ليکي، لکه څرنګه چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې تېره اونۍ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو افغان دولت د قطر د مذاکراتو پر وړاندې وپاروي، اوس ايران هم دې ته ورته هلې ځلې پيل کړې دي.

ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې ايران او پاکستان غواړي په هر ډول چې وي خپل ځانونه د افغانستان د سولې په بهير کې ور ګډ کړي او له دغه بهير څخه هم په خپله ګټه کار واخلي؛ ځکه نو د ورځپاڼې په خبره، افغان دولت بايد د سولې د روان بهير ټولې هڅې په خپل لاس کې واخلي.

خو د هشت صبح ورځپاڼې بيا د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د يوه مشر انجنير حکمتيار خبرې را اخيستې دي، چې ويلې يې و، له هېواد څخه بهر خبرې اترې د افغانستان لپاره سوله نه شي راوستلاى او په دې نظر ده، چې حزب اسلامي د سولې په خبرو اترو کې له ګوښه پاتې والي څخه وېرېدلى او په يوه بڼه غواړي د مذاکراتو په پروسه کې ځان ته د پښې ځاى پيدا کړي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه قطر ته د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلانى سفر ته هم اشاره کړې او هغه يې هم د سولې په خبرو اترو کې له ګوښه پاتې کېدو څخه د راوتلو لپاره د دغه هېواد يوه هڅه ګڼي.

هشت صبح په دې نظر ده، چې هره ډله چې ګوښه پاتې شوې ده، په يوه ډول هڅه کوي ترڅو د سولې له خبرو سره د مخالفت ښودلو او د هغې د سبوتاژ له لارې د دغو خبرو اترو د لاس ته راوړنو په اړه وړاندوينه وکړي.

د محور ورځپاڼه هم قطر ته د پاکستان د لومړي وزير سفر د خپلې نن ورځې د ګڼې د تحليل محور ګرځولى او په دې نظر ده، چې پاکستان هڅه کوي، څو د پخوا په پرتله خپل دريځ نرم، حکيمانه او سوله غوښتونکى ښکاره کړي.

دا ورځپاڼه قطر ته د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سفر د بېلابېلو لاملونو او د هغه د احتمالي پايلو تر څېړنې وروسته ليکي، چې د يوسف رضا ګيلاني دغه نظر تر ډېره د افغان دولت هغه خوشباورۍ ته منفي ځواب دى، چې طالبان يې په يوه بل دريځ کې سعودي ته د خبرو اترو لپاره ور وبلل.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم د سولې د پروسې په اړه د ښکېلو لوريو د نظرياتو د څېړلو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو وروستيو دريځونو ته اشاره لري او په دې اند ده، چې که د طالبانو غوښتنې او شرطونه د سولې په اړه په پام کې ونيول شي، نو د سولې د خبرو اترو د دې پروسې فاتحه بايد واخلو.

ملي ارمان د خپلې سرمقالې په ترڅ کې له دولت او سياسي اپوزېسيون څخه غواړي، چې په قطر کې د طالبانو حضور ونه مني او که د ورځپاڼې په خبره، يوه ترهګره ډله دا ټول شرطونه ږدي، نو د امريکا او افغان حکومتونو لپاره به هم ګرانه وي، چې د سولې دا پروسه ومني.

د ماندګار ورځپاڼې هم کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې د تېرې اونۍ سفر څېړلى او د دغه سفر په ترڅ کې يې د افغان حکومت د سياسي اپوزېسيون له ځينو مشرانو سره د حنا رباني کهر لېدو کتو ته اشاره کړې ده.

ماندګار په داسې حال کې، چې د پاکستاني لورى دغه کړنې ته د شک په سترګه ګوري، په دې اند ده، چې پاکستان په دغه کار سره هڅه کړې، چې سياسي اپوزېسيون ته ښکاره کړي، چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو پرېکړو او دريځونو کې بدلون راوستى دى.

ماندګار په داسې حال کې، چې ټينګار کوي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو له خونديتوب پرته بل هېڅ په پام کې نه لري، د مېرمن حنا رباني کهر دغه کړنه له دغه ځايه ګڼي، د ورځپاڼې په خبره پاکستان پوهېږي، چې د افغان حکومت سياسي اپوزېسيون د افغانانو د عامه افکارو په سازمان ورکولو کې پوره ونډه لري.

د خدمتګار ورځپاڼې د دغه بحث په څېړلو سره، چې افغان دولت له سختيو سره د مقابلې توان نه لري، په دغه نظر ده، چې تر ٢١٠٤ کال وروسته به افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستو لړۍ کمه شي او د دې ورځپاڼې په خبره، تر ٢٠١٤ كال وروسته به افغانستان ته د هېڅ هېواد له خوا سپين چك نه وركول كېږي.

خدمتګار ورځپاڼه د افغانستان د سياسي نظام او واکمن ايتلاف کمزوري او په اداراتو کې د فساد شتون هغه لاملونه ګڼي، چې حکومت يې کمزورى کړى او په دې اند ده، چې دې ټولو ننګونو او ستونزو ته په كتنې سره ويل كېداى شي، چې افغان دولت په همدغو شرايطو کې د راتلونكو كلونو له سختيو او ستونزو سره د مقابلې جوګه نه دى.

د افغانستان ورځپاڼې د راتلونکي لمريز کال د بوديجې موضوع څېړلې او په دې اند ده، چې که څه هم د بوديجې په طرحه کې د افغانستان امنيتي اړتياوې تر ډېره په پام کې نيول شوې، خو د ورځپاڼې په خبره، که چېرې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعيت ته هم پاملرنه ونه شي او دولت ونه شي کولاى خلکو ته د هوساينې او پرمختګ په اړه ګام پورته کړي، نو بې اعتمادي او نارضايتي او د خلکو او دولت تر منځ واټن به نور هم زيات شي.

خو دولتي ورځپاڼه انيس بيا په خپله سرمقاله کې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد موضوع څېړلې او په دې نظر ده، چې د دغو مسؤوليتونو د لېږد د لومړي پړاو تر بريا وروسته دا دى د دويم پړاو پاى هم را نږدې دي او اوس له دريمې دورې څخه د هرکلي لپاره تياري نيسي.

د انيس ورځپاڼه په دې اند ده، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد د افغان دولت لپاره پر خپل ځان د باور او بسياتوب تر ټولو مهم ټکى شمېرل کېږي.

Views: 5

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.