ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړونکي: د تجربې کموالى د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د نه بريا لامل و

څېړونکي: د تجربې کموالى د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د نه بريا لامل و

author avatar
11 Feb 2012 - 14:30
څېړونکي: د تجربې کموالى د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د نه بريا لامل و
author avatar
11 Feb 2012 - 14:30

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د کرکټ د لوبې يو شمېر څېړونکي له پاکستان سره د افغانستان د تېرې شپې لوبه ښه ارزوي، خو زياتوي، چې زياته تجربه د دواړو لوبډلو ترمنځ لوى توپير ثابت شو.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد (پاکستان) سره د کرکټ يو ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړه، چې د پاکستان په بريا پاى ته ورسېده.

دا لوبه پرون د افغانستان پر وخت مازديګر د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او په ٤٩ اورونو کې يې ١٩٥ منډې جوړې کړې، خو پاکستان دغه هدف په اته دېرشم اوور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او روزونکى هستي ګل عابد په ټوليزه توګه د افغانستان د ملي لوبډلې د تېرې شپې لوبه ښه ارزوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ملي لوبډلې د مينه والو له هيلو څخه زياته ښه لوبه وکړه او په لوبغالي کې خپلو زرګونو مينه وال هم د ښې لوبې نندارې ته وړاندې کولو سره خوشحاله وساتل.

د عابد په وينا، د پاکستان په لوبډله کې د نړۍ اول نمبر توپ اچوونکى سعيداجمل هم شتون درلود او افغان لوبغاړو د اجمل د جادويي توپونو هم ښه مقابله وکړه.

خو نوموړي پر مسوولينو نيوکه وکړه، چې د دې لوبې لپاره يې ښه لوبډله نه وه جوړه کړې، په کار دا وه، چې د څلورو پر ځاى يې درې يا دوه تېز توپ اچوونکي لوبغاړي، په لوبډله کې ځاى کړي واى او يو توپ وهونکى يې ورزيات کړى واى.

د لوبې سپورتي روزنيزې موسسې رييس او د کرکټ د چارو کارپوه رحيم ګل څاروان، چې د دې لوبې نندارې لپاره شارجې لوبغالي ته ورغلى و، هم د افغان لوبډلې له ښې لوبې څخه متاثره شوى دى.

هغه د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل: ((افغان لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده، چا فکر هم نه کاوه، چې ملي لوبډله د پاکستان پر ضد دومره ډېرې منډې جوړې کړاى شي.))

خو څاروان زياتوي، چې د افغانستان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ لوى توپير د تجربې کموالى و او پاکستانيو لوبغاړو د خپلې ښې تجربې له امله دا لوبه وګټله.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل، چې په پاکستانۍ لوبډله کې داسې لوبغاړي وو، چې له دريو او دوو سوو څخه زياتې نړيوالې لوبې يې کړې دي، خو افغان لوبغاړو تر اوسه يواځې ١٨ نړيوالې لوبې کړې دي.

د کرکټ يو سيمه ييز لوبغاړى محمد نبي وقار وايي، چې که څه هم افغان لوبډلې لوبه بايلوده، خو دوى په ډېر لوړ مورال او جذبې سره ميدان ته و وردانګل.

هغه زياته کړه، چا فکر هم نه کاوه، چې د پاکستان په څېر د يوې پياوړې لوبډلې پر وړاندې به افغان لوبډله دومره ډېرې منډې جوړې کړي.

خو نوموړي هم پر مسوولينو نيوکه وکړه، چې د دې لوبډلې لپاره يې سمه لوبډله نه وه ټاکلې او که جاوېد احمدي او يا شبير نوري يې په لوبـډله کې شامل کړي واى، نو افغانستان به له دې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه.

د ورزش د څانګې افغان خبريال سيدعلي کاظمي هم د دې لوبې نندارې لپاره شارجې ته تللى و.

هغه د ټيلېفون پر ليکه پژواک اژانس ته وويل: ((ما په کور دننه او له هېواده بهر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ډېرې لوبې ليدلي، خو بېګانۍ لوبه مې ډېره خوښه شوه، ملي لوبغاړو داسې لوبه وکړه، تا به ويل، چې د نړۍ له غورو لوبډلو څخه ده.))

نوموړى زياتوي، څومره چې د افغانستان ملي لوبډلې ته له سترو او مطرح لوبډلو سره د زياتو لوبو زمينه برابره شي، همدومره به يې تجربه زياته شي او له غټو لوبډلو به ورته د زده کړې چانس هم برابر شي.

د لوبې مجلې د امتياز خاوند ضراب شاه ظهير هم وايي، ډېرو خلکو فکر کاوه، چې دا لوبه به يوه اړخيزه وي، خو افغان لوبغاړو له ښې لوبې سره دا ثابته کړه، چې دوى هم له چا څخه کم نه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې افغان لوبغاړو د دې لوبې په هره برخه کې ښه لوبه وکړه او پاکستان يې لږ وارخطا کړى هم و.

خو ظهير زياتوي، چې افغان لوبډله د دې لوبې لپاره نړيوال روزونکى نه درلود، چې له امله يې دوى ونه شو کولاى، چې سمه لوبډله وټاکي.

کبيرخان اوس د افغان لوبډلې نړيوال روزونکى ټاکل شوى او ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو ورځو کې له افغان لوبـډلې سره يوځاى شي.

نوموړى وايي، چې په دا ډول لوبو کې ناکامي کومه معنى نه لري، اصلي هدف له دغو لوبو څخه د تجربو او زده کړې ترلاسه کول دي. 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.