کابل ښار (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د ولسي جرګې د دويم مرستيال د ټاکنې د پروسې ناکامي د کابل د نن ورځې د ډېرو ورځپاڼو سرټکي جوړوي، خو سربېره پر دې په کاپيسا ولايت کې د فرانسوي ځواکونو له خوا د څو بې ګناه افغان ماشومانو وژنه او په قطر کې د سولې خبرې اترې هم له هغو مهمو مسايلو دي، چې د نن ورځې ځينو ورځپاڼو څېړلي دي.
د ملي باور، سرنوشت او افغانستان ورځپاڼو په خپلو نننيو سرمقالو کې د ولسي جرګې د دويم مرستيال د ټاکنې ناکامي څېړلې او هرې ورځپاڼې د دې ناکامۍ عمده لاملونه د خپل تحليل له مخې څرګند کړي دي.
د ملي باور ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له تېر کال راپه دېخوا د ولسي جرګې خپل منځي لانجې او کشالې د دويم مرستيال د ټاکل کېدو پر وړاندې لوى خنډ ګڼي او په دې اند ده، چې د دې پروسې دوام د ولس پر وکالت ملنډې وهل دي.
ملي باور ورځپاڼه ليکي: ((ولسي جرګه له تېر کال راهيسې په خپل منځي اختلافاتو او اخ وډب کې لګيا ده، ملت يې له ياده وتلى دى، يوازې په هغه ځاى کې ملت ور ياد شي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ترې استفادې اړتيا پيدا شي.))
همدارنګه د سرنوشت ورځپاڼه هم پر همدې موضوع ليکنه کړې او ليکي، ولسي جرګه، چې خلک يې د ولس کور بولي اوس له بده مرغه د ولس د کور پر ځاى د ملت د هيلو پر هديره بدله شوې ده.
سرنوشت ورځپاڼه همدارنګه ليکي، په اوسنيو حالاتو کې، چې هېواد له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دى، ولسي جرګې ته په کار ده، چې له خپل منځي ستونزو را ووځي، د خپلو ګټو پر ځاى د ولس د ګټو په اړه فکر وکړي.
د افغانستان ورځپاڼې هم خپله نننۍ سرليکنه ورتې موضوع ته ځانګړې کړې او د دې پوښتنې په مطرح کولو سره، چې ولې د دويمې مرستيالۍ لپاره ټاکني له خنډ سره مخ کېږي؟ په دې اند ده، چې د ولسي جرګې د دويمې مرستيالۍ لپاره کانديد کسان، د ورځپاڼې په خبره د بېلابېلو لاملونو له مخې د وکيلانو تر منځ پوره نفوذ نه لري.
د افغانستان ورځپاڼه وړاندې ليکي، خلک له خپلو استازو تمه لري، چې د جرګې په منځ کې د يو او بل د منلو او تساهل روحيه پياوړې کړي او د ملي ګټو له مخې دې پرېکړې وکړي.
د افغانستان ورځپاڼې پر سرليکنې سربېره د خپلې نن ورځې په سياسي تبصره کې د افغان ځوانانو ترمنځ د بېکارۍ د کچې د لوړوالي موضوع څېړلې او په ټولنه کې يې د دې بېکارۍ لاملونه او پايلې څېړلې دي.
د دغه تحليل ليکوال په دغه نظر دى، چې دولت بايد د کاري ځواک او فارغانو د کچې په لوړوالي سره خپله کاري وړتيا او ظرفيت هم لوړ کړي او ليکي، په داسې حال کې، چې د افغانستان په دولتي ادارو کې کاري ظرفيت د تېرو پنځو شپږو کلونو په پرتله هېڅ توپير نه دى کړى، زوړ او له کاره لوېدلى ځواک د ځوان کاري ځواک د استخدام پر وړاندې يو لوى ګواښ دى.
د هشت صبح ورځپاڼې بيا په قطر کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته، چې ورځپاڼه يې ناکامه بولي، په خپله سرليکنه کې ځاى ورکړى او ليکي، چې پټ او ځان غوښتونکي حرکتونه، له هر اړخه چې وي، که څه هم د افغانستان د سولې لپاره وي، نه شي کولاى نتيجه ورکړي.
د هشت صبح ورځپاڼه په دې باور ده، چې په قطرکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ناکامي به پر افغان دولت او خلکو، چې له دې پروسې لري ساتل شوي دي، کومه ځانګړې اغېزه ونه کړي.
د ويسا نادولتي او هېواد دولتي ورځپاڼو په خپلو نننيو سرمقالو کې په کاپيسا ولايت کې د فرانسوي ځواکونو پر لاس د څو افغان ماشومانو وژنې ته اشاره کړې او د دې ډول پېښو لاملونه او پايلې يې څېړلې دي.
ويسا ورځپاڼه په دې اند ده، چې بهرني ځواکونه د غلطو راپورونو له مخې بمبارۍ او بريدونه كوي، د هغو پايلې به خود د ملكي بېګناه وګړو او ان ماشومانو او ښځو مظلومانه وژنه وي او د ورځپاڼې په خبره، که د دغو غلطو راپورونو مخبران محاكمه نه شي او بهرني لوري يې پټ وساتي، معنى يې دا ده، چې دا وژنې او وحشتونه قصدي او د يوه منظم پروګرام له مخې د خاصو موخو لپاره ترسره کېږي.
ورځپاڼه همدارنګه ليکي، طبيعي ده، چې ظاهراً افغان ولس د دغو وحشتونو د متقابل ځواب توان نه لري، خو بهرني لوري دې هېڅكله هم له افغان ولس نه د ښه چلن او ګلونو پاشلو هيله نه لري.
د هېواد دولتي ورځپاڼه هم د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې په کاپيسا ولايت کې د فرانسوي سرتېرو په لاس د بې ګناه افغان ماشومانو وژلو ته اشاره لري او په دې اړه د بهرنيو ځواکونو هغه ژمنه ورته يادوي، چې ويلي يې وو، چې ډېر ژر به د دغو ډول عملياتو قومانده او اجرا افغان ځواکونو ته پرېږدي.
هېواد ورځپاڼه په دې اړه له امريکا او ناټو غواړي، ترڅو د افغان ملي ځواکونو د تسليح، تجهيز او روزنې په برخه کې خپلې ژمنې ژر تر ژره عملي کړي، ترڅو افغان ځواکونه وکولاى شي د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو وړاندې د افغان وګړو او ماشومانو ژوند او امنيت خوندي کړي.
د خدمتګار ورځپاڼې بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې د طالبانو او امريکايانو د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې هغه دوه لارې څېړي، چې د طالبانو مخالفين يې د دوى پر وړاندې کارولاى شي او د ورځپاڼې له نظره دا دوه لارې د طالبانو د منځنۍ كچې د قوماندانانو جذبول او د سيمه ييزو پوليسو پراختيا او پياوړتيا ګڼل کېږي.
ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې ليکي، چې كه چېرې د طالبانو خبرې له امريکايانو سره ناكامېږي، نو طالبان به هڅه وكړي، چې خپلو پخوانيو مورچلو ته بېرته وګرځي او په خپلو جنګي تكتيكونه، لکه ځانمرګي او بمي بريدونه زيات كړي، چې د ورځپاڼې له نظره، امريکايي ځواکونه او افغان دولت بيا وكولاى شي د پورته يادو دوو طرحو په کارولو سره له دوى سره مقاومت وکړي.
خدمتګار ورځپاڼه هم په خپلې نننۍ ګڼه کې پر يادې سرمقالې سربېره يو سياسي تحليل خپور کړى، چې د هغې په ترڅ کې ليکوال په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لاملونه او پايلې څېړلې دي.
د دغه تحليل ليکوال په دغه اند دى، چې د ناټو بمباريو بغاوت ته د خلكو په هڅونې او د طالبانو په بېرته رامنځته كولو او پياوړي كولو كې له ٢٠٠١ كال څخه را په دېخوا لومړى درجه رول لوبولى دى، خو بيا د ملكي تلفاتو د كمولو په هكله د ناټو له ټينګو ژمنو سره سره دغه كړكېچ روان دى.
د محور ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې د خصوصي امنيتي شرکتونو موضوع را اخيستې او د دولت له خوا د دغه ډول ځينو شرکتونو لغوه کول يې د نا امنۍ په پېښو کې د دې ډول شرکتونو د لاس لرلو له امله مثبت ګام ګڼلى دى.
محور ورځپاڼه په دې باور ده، چې که چېرې په رښتيا دا ډول شرکتونه بند شي، نو د ورځپاڼې په خبره لږ ترلږه د طالبانو يوه اقتصادي سرچينه به کنګل شوې وي.
او په پاى کې د ماندګار ورځپاڼه د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې د ولسي جرګې له خوا د پوهنې د وزير د استجواب پرېکړې ته اشاره کړې او په دې نظر ده، چې که څه هم د پوهنې وزير د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې دنه لګولو په موخه ولسي جرګې ته غوښتل کېږي، خو د ورځپاڼې په خبره، ډېر نور داسې مسايل شته، چې بايد د پوهنې وزير د هغو په اړه ځواب ورکړي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP