كابل ښار (پژواك ۲۴ سلواغه ۹۰): د كابل نن چاپ ورځپاڼوهم د تېر په شان بېلابېلو موضوعاتو ته كتنه كړې ده، چې غټ سرټكي يې په واشنګټن كې په افغان سفارت كې د ډيپلوماتانو ترمنځ شخړه، د ملي امنيت په زندانونو كې د بنديانو ځورونه، په دولتي ادارو كې دولتي فساد او داسې نورمسايل جوړوي.
د سرنوشت او ملي ارمان ورځپاڼې په واشنګټن كې د افغانستان په سفارت كې د ډيپلوماتانو ترمنځ اخ وډب ته پاملرنه كړې او دواړه ورځپاڼې په دې اند دي، چې دا ډول پېښې افغان دولت او په عام ډول افغانستان ته شرموونكې دي.
سرنوشت ورځپاڼه د (شرموونكي سفارتونه) تر سرليك لاندې ليكي، چې په بهر كې د افغاني سفارتونو كاركوونكي د قومي، ژبنيو، ګوندي او نورو تړاوونو ترمنځ د شخصي اړيكو پر اساس ټاكل شوي دي.
سرنوشت ورځپاڼه په داسې حال كې، چې ليكي، كه له دې موضوع هر بهرنى خبرېږي، هغوى ته به ټول افغانان رښتيا هم جنګي، وحشي او وروسته پاتې خلك معرفي كېږي، د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي ترڅو په بهر كې د افغانستان په سفارتونو كې بنسټيز اصلاحات راولي.
همدارنګه ملي آرمان ورځپاڼه هم ورتې موضوع ته اشاره لري او په دې اند ده، چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د واشنګټن په سفارت كې د ډيپلوماتانو ترمنځ د شخړې تاييدول يوه رسوايي ده، چې د ورځپاڼې په خبره ښيي، چې ډيپلوماتان د غوره معيارونو له مخې نه دي ټاكل شوي.
د ملي ارمان ورځپاڼه هم د سرنوشت په څېر د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي، ترڅو د ډيپلوماتانو د ټاكنې پر وخت له پوره دقته كار واخلي او كه نه نو د ورځپاڼې په خبره، تر دې د ډېرې رسوايۍ تمه هم كېداى شي.
د ٨صبح ورځپاڼه بيا د افغانستان په اړه جوړېدونكى د توكيو راتلونكي كنفرانس ته اشاره كړې او د افغانستان په اړه د تېرو څو نړيوالو كنفرانسونو تر ارزولو وروسته او د بن په دويم كانفرانس كې د نړيوالو له خوا د دوى د مرستو د مصرف په اړه شرطونو ته په اشارې سره په دې اند ده، چې د توكيو په كنفرانس كې ښايې د نړيوالې ټولنې شرطونه نور هم زيات او سخت شي.
٨صبح ورځپاڼه وروسته تر هغې، چې په دولتي اداروكې د فساد په اړه خبرې كوي، ليكي چې دولت بايد د توكيو تر كنفرانس وړاندې څو اړين ګامونه واخلي، له فساد سره مبارزه وكړي، تر څود ورځپاڼې په ليكنه دا تضمين رامنځ ته شي، چې له افغانستان سره مرسته شوې پيسې د څو تنو ګېډو ته نه ځي.
هشت صبح ورځپاڼې پر سرمقالې سربېره د سرپل ولايت د وروستيو پېښو په اړه يوه ليكنه هم خپره كړې او د مضمون ليكوال د والي پر ضد د هغه ځاى د خلكو د پاڅون بېلابېل لاملونه څېړي، خو د سرپل د والي پر خلاف د ولسي جرګې غبرګون يو اړخيز او احساساتي ګڼي.
د دې مقالې ليكوال، چې ځان د سرپل ولايت اوسېدونكى ګڼي، د هېواد په شمالي ولايتونو كې قومي او سمتي توپير پالنه، د ځمكې مافيا او هغه كسان چې د ازادو سياليو په ترڅ كې يې په ولايتي اداره كې خپلې دندې له لاسه وركړې دي، د دې پېښو ترشا په لاس لرلو تورنوي.
د ملي باور ورځپاڼې بيا د افغانستان د ملي امنيت ادارې اړوند زندانونو كې د بنديانو ځورولو او شكنجې تورونو ته اشاره كړې ده او په دې اند ده، چې دغه كار د افغان دولت پاليسي نه ده او د ورځپاڼې په خبره دا د هغو كسانو له خوا ترسره كېږي، چې په رواني ناروغيو او شخصي ستونزو اخته دي.
د ملي باور ورځپاڼه د ملي امنيت له ادارې او حكومت څخه غواړي، ترڅو دا ډول پېښې په جدي بڼه وڅېړي او معلومه كړي، چې دا كسان ولي او د كوم لامل له مخې په دغو زندانونو كې د بنديانو په ځورونه لاس پورې كوي.
د ويسا ورځپاڼې خپله نننۍ سرمقاله، افغان دولت ته د پروان زندان، چې پخوا د بګرام زندان په نوم يادېده، د مسؤوليت نه سپارلو موضوع ته ځانګړې كړې او ليكي، چې په امريكا پورې د اړوندو رسنيو د تبصرو او خبرونو له ارزونې داسې ښكاري، چې امريكايي لورى دې ته چمتو نه دى، چې د بګرام زندان او زندانيان افغان حكومت ته وسپاري.
ويسا د افغاني زندانيانو او امريكايي زندانونو د حالت په پرتلې كولو سره كه څه هم دا مني، چې په افغاني زندانونو كې هم ستونزې شته، خو ليكي، چې هېڅكله به هم داسې كومه پېښه په دغو زندانونو كې نه وي تېره شوې، چې د ابو غريب، ګوانتانامو او بګرام د زندانونو په باب رسنيو ته راوتلې دي.
ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه كې پر يادې سرمقالې سربېره، د يوه سياسي تحليلي مطلب په ترڅ كې په اسلام اباد كې د افغانستان، ايران او پاكستان جوړېدونكي سرمشريزې ناستې ته هم اشاره لري او د مضمون ليكوال په دې اند دى، چې دا ناسته د امريكا او پاكستان په اړيكو كې د ترينګل توب په پړاو كې ترسره كېږي؛ نو ځکه كېداى شي د افغانستان لپاره يو نوى سمت او جهت وټاكي اوكېداى شي منفي اغېزې هم ولري.
د دغه تحليل ليكوال په دې اند دى، چې د افغانستان لپاره مهمه دا ده، چې په دې ناسته كې دې دريځ د هېواد د ګټو پر بنسټ ولاړ وي او افغانستان بايد د يوې وسيلې په توګه د ايران او پاكستان له خوا ونه كارول شي.
د افغانستان ورځپاڼې بيا د خپلې نن ورځې په سرمقاله كې په دولتي ادارو كي د اداري فساد شتون ته ګوته نيولې او ليكي، چې افغان حكومت تل د اداري فساد جرړې په بهر كې لټولي او هڅه يې كړې ده، چې په بهرنيو مرستو كې د فساد شتون بهرنيانو ته پر مخ وموښي او په دې توګه په هېواد كې د شته اداري فساد لپاره يوه توجيه پيدا كړي.
د افغانستان ورځپاڼه په دې اند ده، چې افغان دولت هغه وخت كولاى شي له اداري فساد سره په مبارزه كې ور ښكېل شي، چې د ورځپاڼې په خبره د دې مبارزې لپاره لازمه ژمنتيا ولري او ملي لارې چارې خپلې كړي.
د ماندگار ورځپاڼې د خپلې نن ورځې په سرمقاله كې د ولسي جرګې د دويم مرستيال ټاكل كېدل له شل ورځنيو بندښتونو څخه خلاصون ګڼلى دى او په دې اند ده، چې د ولسي جرګې د دويم مرستيال د ټاكنې د لانجې پاى، په هغه پروګرامونو پورې تړلى و، چې د ورځپاڼې په خبره د حكومت په لاس كې وو.
ماندګار ورځپاڼه وړاندې ليكي، چې حكومت په دې شلو ورځو كې د ولسي جرګې په سرګردانه كولو سره وكولاى شول، په دې جرګه كې خپل اثر او نفوذ ښكاره كړي او وښيې چې كولاى شي په هر فرصت او په هره موضوع كې دغه جرګه ولوبوي.
د خدمتګار ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله كې د واك د ايډيالوژۍ تر سرليك لاندې ليكي، چې د واك ايډيالوژي سياست كږې لارې او پيروان يې جرم او جنايت ته رهنمايي كوي.
دغه ورځپاڼه هغه ماشومانو ته اشاره لري، چې يو ځل د ځانمرګو بريدونو په ترڅ كې نيول شوي، خود ولسمشر له خوا تر عفوې وروسته بيا نيول شوي دي او ليكي چې جګړه ماران د ټولو ټولنيزو، عقيدوي او انساني ارزښتونو پر ځاى يوازې د واك ايډيالوژۍ ته ژمن دي او د واك لپاره له هرې وسيلې كار اخلي.
د ارادې ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله كې د حيرتانو له ګمرك څخه د درې نيم ميليارد ډالرو د وركېدو خبره را اخيستې او هغه يې په دولتي ادارو كې د فساد د پراخوالې نښه ګڼلې ده.
د ارادې ورځپاڼې سرمقاله ليكونكى په دې اند دى، چې كه دولت غواړي په رښتيا له فساد سره مبارزه وكړي، نو يوازې د فساد د اړوند دوسيو په څېړنه دې بسنه نه كوي او هغه دې د عدلي او قضايي ارګانونو تر وروستيو پړاوونو پورې وڅېړي.
د محور ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله كې له اريانا افغاني هوايې شركت څخه د دولتي ادارو پورونه او د هغې نه وركړه څېړلې او په دې اند ده، داسې ښكاري لكه چې د دغه ملي شركت بيارغونه آسانه نه وي.
محور ورځپاڼه ليكي، چې د بشپړ شفافيت رامنځ ته كېدل كولاى شي د آريانا افغان هوايي شركت له هغه څه نه، چې ورځپاڼه ورته تر بيارغونې وړاندې سقوط وايي، وژغوري.
دولتي ورځپاڼه انيس بيا د نړيوالې ټولنې له پروژو څخه د ګډ څار ستاينه كوي او د دغه كار پايلې مثبتې ګڼي.
انيس ورځپاڼه وړاندې ليكي، چې د توكيو له كنفرانس څخه د هركلي په درشل كې له نړيوالو مرستو د ګټي اخيستنې د منظم چوكاټ تنظيم او له ګډو پروژو څخه ګډ څار تر ټولو غوره انتخاب دى.
او په پاى كې هېواد دولتي ورځپاڼه د افغان سولې د بهير ګړنديتوب او پر ګاونډيو هېوادونو د هغې اغېزې څېړلې دي.
هېواد ورځپاڼه په دې نظر ده، چې د افغانستان د سولې له بهير څخه د امريكا جدي ملاتړ اوس زموږ دواړه ګاونډيان ايران او پاكستان هڅه كوي، چې له افغانستان سره پر خپلو اړيكو بيا كتنه وكړي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP