Language

اسعد اباد (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): په کونړ ولايت کې د دولت ١٧ کسيزه وسله واله ډله د سلواغې په ٢٤مه، له دولت سره يوځاى شوه.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په دې اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال وويل، چې دغې ډلې په اسمار او غازي اباد ولسواليو کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.

 هغه زياته کړه، چې دوى د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامي ګوند پورې تړاو درلود او له دولس ميله وسلو سره تسليم شوي دي.

 د کونړ والي د دغې ١٧ کسيزې ډلې ټولو غړو ته وويل، چې دوى ته به د دوى په خوښه د کار زمينه برابروي، ترڅو دوى پرې خپل ورځنى ژوند پرمخ بوځي.

 په کونړکې د سولې د ولايتى دفتر مشر مولوي محمد هاشم منيب پژواک اژانس ته وويل، چې د دولت دروازې د ټولو افغاني وسله والو مخالفينو پر مخ خلاصې دي.

 نوموړي له ټولو ديني علماوو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د سولې بهير د پياوړي کېدو په موخه دې له ټولو خپه وروڼو سره اړيکې ونيسي او د سولې بهير سره يوځاى کولو ته دې وهڅوي.

 د تسليم شوې ډلې مشر نورحبيب چې په مسعود سره شهرت لري، پژواک اژانس ته وويل چې د دوى مبارزه له امريکايانو سره وه؛ خو اوس چې هغوى د وتلو اعلان کړى، نو دوى هم وسله په ځمکه کېښوده.

 د يادونى وړ ده چې تېره اونۍ هم، د وټپور ولسوالۍ يو شمېر وسله والو له مخالفته لاس اخيستى او د سولې له پروګرام سره يوځاى شوي وو.

 خو بايد وويل شي چې د حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون، څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ويلي و، چې د دوى هېڅ غړى له دولت سره نه دى يوځاى شوى او نه هم په راتلونکي کې به دغه کار وکړي.

Related Topics