ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اولمپيک په سيالو کې يواځينۍ ګډون کوونکې افغانه نجلۍ لندن ته روانه شوه

د اولمپيک په سيالو کې يواځينۍ ګډون کوونکې افغانه نجلۍ لندن ته روانه شوه

کابل ښار (پژواک ٢٩ دلو ٩٠): د ٢٠١٢ لندن اولمپيک په سيالو کې يواځينۍ ګډون کوونکې افغانه نجلۍ د سوک وهلو په څانګه کې د زيات چمتووالي لپاره نن لندن ته روانه شوه.

 د اولمپيک ملي کمېټې د خپرونو رييس محمد عارف پيمان وايي، چې دغه نجلۍ صدف رحيمي نومېږي او په ٥٤ کيلوګرامه وزن کې يواځينۍ افغان سوک وهونکې ده، چې د سوک وهلو د نړيوال فدراسيون په بلنه د مسلکي زده کړو لپاره د انګلستان مرکز لندن ته تللې ده.

 پيمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رحيمي د ٢٠ ورځو لپاره په يوه روزنيز کمپ کې د بهرنيو روزونکو تر نظر لاندې په دې سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالى نيسي.

 هغه زياته کړه چې دغه ځوانه ورزشکاره، له پنځو کلونو راهيسې د سوک وهلو په برخه کې فعاليت کوي او په روان کال کې يې په تاجکستان کې په نړيوالو سياليو کې ګډون کړى او د سرو زرو مډال يې ترلاسه کړى دى.

 د اولمپيک ملي کمېټې د خپرونو رييس د معلوماتو له مخې، د لندن د اولمپيک په سياليو کې به افغان ورزشکاران د تکواندو او اتلتيک په رشتو کې هم ګډون وکړي.

 نثار احمد بهاوي او روح الله نېکپا به د تکواندو او مسعود عزيزي به د اتلتيک په رشته کې د افغانستان په استازيتوب لوبې وکړي.

 ټاکل شوې ده، چې دغه سيالۍ د روان زېږديز کال د جولاى په مياشت کې په لندن کې ترسره شي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.