ژبه

په خيبر ايجنسۍ کې ١٧ تنه ووژل شول

قيصر يوسفزى

۳۰ سلواغه ۱۳۹۰ - ۱۲:۳۵

Views: ۶۷

اسلام اباد  ( پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠ ) : په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د امن دلشکر د وسلوالو او د يوې مذهبي ډلې د وسلوالو ترمنځ نښته کې ١٧ تنه وژل شوي دي.

په خيبر ايجنسۍ کې يو تن دولتي چارواکي  عبدالنبي د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خيبر ايجنسۍ د زخه خېل  د نري بابا په سيمه کې د ځايي امن لښکر په يوه پوسته که چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د امن لښکر وسلوالو دغه پوسته د لشکر اسلام د مذهبي ډلې له وسلوالو څخه نيولې وه، خو تېره شپه پکې  د پخوانيو ماينونو له امله چاودنه وشوه.

خو نوموړي په دې پېښه کې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

يوې بلې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په دې چاودنه او له تېرې ورځې راهيسې ددواړو وسلوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې ١٢ تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، له تېرې ورځې راهيسې  د خيبر ايجنسۍ په تيرا کې ددوو مذهبي ډلو لشکر اسلام او انصار الاسلام د وسلوالو  ترمنځ نښتو کې اته تنه وژل شوي او شپږ ټپيان دي. همدا راز  په  تيرا وادۍ کې  هم د کالعدم تنظيم  لشکر اسلام او انصار السلام ډلې تر منځه  نښتې  روانې دي.