ژبه

په درېيو ولايتونو کې له اړو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

محمد برات

۱ کب ۱۳۹۰ - ۱۷:۳۵

Views: ۶۲

جلال اباد او ايبک (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠):  په نورستان، ننګرهار او سمنګان ولايتونو کې له اړو کورنيو او بزګرو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.

د نورستان مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د مرکز اړونده پر ٨٨٠ کورنيو نن د مرستې لړۍ پيل شوه.

هغه زياته کړه، چې دا مرستې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا پيل شوې او تر سبا پورې به دوام لري.

احمدي وويل چې د واورې وروستيو ورښتونو، د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.

مرستيال والي وويل، چې هرې کورنۍ ته  ٢٥ کيلوګرامه وريجې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، سره له دې چې له دوه ورځو راهيسې د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې واوره اوري؛ خو د فوايد عامې رياست په هڅو د خلکو پر مخ غځېدلې لارې پرانيستې دي.

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د سرې مياشتې رياست له خوا هم نن د خوګياڼو، شېرزادو، هسکې مينې او سره رود ولسواليو کې له ٦٦٠ تنو سره د خوراکي توکو، کمپلو او ګرمو جامو مرسته پيل شوه.

دغه راز نن په سمنګان ولايت کې د کرنې وزارت له خوا پر زرګونو بزګرو او کورنيو د غذايي توکو او تخم د وېش لړۍ پيل شوه.

په ياد ولايت کې د کرنې رياست سرپرست مشر سيد رفيع الله روشن زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پام کې ده، ١٣٧٥ ټنه خوارکي توکي او تخم ٥٠٠٠ مالداره او بزګرو کورنيو ته ووېشل شي.

د هغه په وينا، په دغو توکو کې ١٠٠٠ ټنه غنم، ٢٥٠ ټنه اصلاح شوى تخم او ١٧٥ ټنه وريجې شاملې دي او په پام کې ده، چې د سمنګانو په مرکز ايبک او د دې ولايت په ولسواليو کې پر اړه کورنيو، چې له وړاندې سروې شوې دي، ووېشل شي.

د سمنګان د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر نورمحمد د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې سږکال ٩٢زره هکتاره للمي او شاوخوا ١١زره هکتاره ابي ځمکه کرل شوې وه؛ خو د باران د نه ورښت له امله نږدې ٩٨ سلنه للمي او ٤٠ سلنه ابي کښت له منځه ولاړ.