پاراخ (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د پنجشېر ولایت مقام ویلي چې د دغه ولایت ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د څلور میلیونه ۷۷۰ زره او ۳۶۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک ته وویل چې دغه اندازه زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې د هېواد د قیمتي ډبرو پر سوداګرو وپلورل شول.
هغه زیاته کړې چې د ولایت رهبرءي د کانونو د استخراج پراختیا د سیمهییز اقتصاد د ودې او د اوسېدونکو د ځانبسیاینې لپاره له خپلو اساسي لومړیتوبونو ګڼي.
نوموړي څرګنده کړې چې تر اوسه په پنجشېر کې ۶۰۰ کانونه کشف شوي او په دغو کانونو کې ۱۲ زره کسان پر کار بوخت دي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې د هراړخیزو اقتصادي تګلارو په پلي کولو، په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج د سیمو د پراختیا او پراخولو برخه کې جدي هڅې شوې دي.
لټون وویل، د پنجشېر سیمهییزه اداره د کانونو د استخراج برخه کې د رڼو قانوني چوکاټونو رعایت ته ژمنه ده او د کانونو د معیاري او تخنیکي استخراج لپاره هڅې دوام لري.
بلخوا، په دې داوطلبۍ کې ګډونوالو سوداګرو د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو د پېر او پلور لپاره د رامنځته شوي مناسب او شفاف چاپېریال هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې برابرې شوې اسانتیاوې د ستاینې وړ دي.