کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، یو اوزبیکستانی کرنیز شرکت چمتو دی چې هر کال دوه زره ټنه د افغانستان مېوې اروپایي هېوادونو، اوزبیکستان او روسیې ته صادرې کړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، پرون مازدیګر په کابل کې د اوزبیکستان د «پرایم» کرنیزو صنایعو شرکت له مشر مراد قدرتوف سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې قدرتوف د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پر ښو اړیکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې شرکت یې چمتو دی د افغانستان تازه مېوې اوزبیکستان، روسیې او اروپایي هېوادونو ته صادرې کړي.
د هغه په وینا، د پرایم کرنیزو صنایعو شرکت د دې ظرفیت لري چې هر کال دوه زره ټنه د افغانستان تازه مېوې، لکه ګیلاس، زردالو، الو، مڼې او انار، صادرې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي له دې نوښت هرکلی کړی او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتووالی څرګند کړی دی.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، دغه محصولات به په لومړي پړاو کې اوزبیکستان ته ولېږدول شي او وروسته به د روسیې او اروپایي هېوادونو بازارونو ته صادر شي.