اسعد اباد (پژواک ٦ کب ٩٠): د کونړ د ګمرک رياست د ودانۍ د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې نن (د کب ٦ مه) کېښودل شوه.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، د کونړ د ګمرک رياست د ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودو پر مهال وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو به د کونړ د نواپاس سيمې لار، چې د پاکستان له باجوړ او مومند ايجنسيو سره نښلي، ټرانزيټ شي.
ده زياته کړه، دغه ودانۍ د ماليې وزارت په بودجه د ٤٥ ميليونو افغانيو په ارزښت جوړېږي.
د ده په وينا، پر ختيځو ولايتونو سربېره به د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو لپاره هم له همدغې لارې خوراکي او نور توکي لېږدول کېږي.
هغه وايي، چې له دې سره به د کونړ د خلکو په اقتصاد کې ډېر مثبت بدلون رامنځ ته شي.
د کونړ د ګمرک رييس خان زادګل وويل، چې د دوى رياست تراوسه خپله ودانۍ نه لرله او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ په شل جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې تر راتلونکي يو کال پورې به يې چارې بشپړې شي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن